د کافر سره مینه او محبت جایز دی

ه اسلام کې د الله جل جلا له  سره مینه او د هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره د مسلمان مینه له واجباتو څخه ده ځکه چې د الله جل جلا له  او د هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره مینه د دین آساس بلل کیږی .

 قال الله تعالی : وَالَّذِینَ آمَنُوا أَشَدُّ حُبًّا لِلَّهِ (البقره ۱۶۵ ) (او هغه کسان چې (پر الله ) ایمان لری د دوی مینه د الله سره ډیره زیاته ده ).

او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره محبت کولو په اړه فرمایی :

قُلْ إِن کُنتُمْ تُحِبُّونَ اللّهَ فَاتَّبِعُونِی یُحْبِبْکُمُ اللّهُ ( ال عمران ۳۱)

(ووایه (ای محمده ) !: کچیرې تاسې له الله سره محبت لرئ نو زما پیروی وکړئ چې الله له ستاسې سره محبت وکړی) .

همدارنګه رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّه عَلَیْهِ وَسَلَّمَ فرمایی : لا یُؤْمِنُ أَحَدُکُمْ حَتَّى أَکُونَ أَحَبَّ إِلَیْهِ مِنْ وَلَدِهِ وَوَالِدِهِ وَالنَّاسِ أَجْمَعِینَ . (المسلم ۴۴ ) .

(ستاسې نه څوک تر هغه پورې د کامل ایمان څښتن نشی کیدای څو پورې زه ور ته له خپل پلار ، اولاد او ټولو خلکو محبوب نشم )

او همدارنګه مسلمان به د الله جل جلا له  د رضا په خاطر له صالحو مؤمنانو سره محبت ساتی او د هغه ملګرتیا به کوی .

الله جل جلا له  فرمایی : یَا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُواْ اتَّقُواْ اللّهَ وَکُونُواْ مَعَ الصَّادِقِینَ (التوبه ۱۱۹)

(ای مؤمنان له الله څخه وویریږی او له صالحانو خلکو سره ملګری شی ).

 

مسلمان به د الله جل جلا له د دوښمنانو سره دوستی او محبت نه کوی ځکه چې د هغوی باطل عقائد ، نا مشروع کړنې به یې د ګمراهۍ طرف ته مایل کړی ، او مسلمان به د الله جل جلا له  د دوښمنانو سره د هغه د رضا په خاطر بغض کوی او له هغوی څخه به بیزاری اعلانوی ځکه چې دا طریقه د رسولانو علیهم السلام او د هغه د پیروانو وه .

الله تعالی فرمایی:« قَدْ کَانَتْ لَکُمْ أُسْوَهٌ حَسَنَهٌ فِی إِبْرَاهِیمَ وَالَّذِینَ مَعَهُ إِذْ قَالُوا لِقَوْمِهِمْ إِنَّا بُرَآءُ مِنْکُمْ وَمِمَّا تَعْبُدُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ کَفَرْنَا بِکُمْ وَبَدَا بَیْنَنَا وَبَیْنَکُمُ الْعَدَاوَهُ وَالْبَغْضَاءُ أَبَدًا حَتَّى تُؤْمِنُوا بِاللَّهِ وَحْدَهُ » (الممتحنه ۴ ) 

(یقیناً چې تاسې لره د ابراهیم او د هغو کسانو په چال چلند کې چې له هغه سره وو ، ښه نمونه (او طریقه ) ده ، کله چې دوی خپل قوم ته وویل : بې شکه مونږ له تاسې او له هغه څه نه چې تاسې پرته له الله څخه عبادت کوئ بیزاره یو ، مونږ تاسې څخه منکران شوی یو او زمونږ او تاسې تر مینځ تل تر تله دښمنی را مینځته شوې ده څو پر واحد الله ایمان راوړئ ).

او فرمایی:« لا تَجِدُ قَوْمًا یُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْیَوْمِ الآخِرِ یُوَادُّونَ مَنْ حَادَّ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَلَوْ کَانُوا آبَاءَهُمْ أَوْ أَبْنَاءَهُمْ أَوْ إِخْوَانَهُمْ أَوْ عَشِیرَتَهُمْ أُولَئِکَ کَتَبَ فِی قُلُوبِهِمُ الإیمَانَ وَأَیَّدَهُمْ بِرُوحٍ مِنْهُ »«مجادله/۲۲۲»

(هیڅکله به دا و نه مومې ، کوم خلک چې پر الله او آخرت ایمان لرونکی دی چې هغوی له هغو خلکو سره مینه کوونکی اوسی چې د الله او د هغه د رسول مخالفت یې کړی دی ، که څه هم د هغوی پلرونه وی یا یې زامن وی او یا یې وروڼه وی او یا یې ټبر او کورنۍ وی . دا هغه کسان دی چې الله د دوی په زړونو کې ایمان خوندی کړی دی او له خپل لوری د یو روح په ورکولو سره یې دوی پیاوړی کړی دی ).

همدارنګه فرمایی :« یَا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا لا تَتَّخِذُوا عَدُوِّی وَعَدُوَّکُمْ أَوْلِیَاءَ تُلْقُونَ إِلَیْهِمْ بِالْمَوَدَّهِ وَقَدْ کَفَرُوا بِمَا جَاءَکُمْ مِنَ الْحَقِّ » «ممتحنه/۱۱»

(ای مؤمنانو ! زما دوښمنان او خپل دوښمنان په دوستۍ مه نیسئ ( په داسې توګه ) چې دوی ته د دوستۍ پیغام و لېږئ ، حال دا چې هغوی د هغه څه نه چې تاسې ته له حق (دین) څخه راغلی دی منکران دی) .

د پورته لارښوونو په رڼا کې مسلمان ته جایزه نه ده چې د الله جل جلا له  د دوښمنانو سره مینه او دوستی ولری .

مګر د کفارو سره په دې خاطر نرمی کول چې زړه یې د اسلام طرف ته مایل شی باک نه لری .

همدارنګه د غیر مسلمو سره په مباح معاملاتو کې عدل ، وفا او رښینولی کول پکار دی

الله جل جلا له  فرمایی : [ یَا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا کُونُوا قَوَّامِینَ لِلَّهِ شُهَدَاءَ بِالْقِسْطِ وَلا یَجْرِمَنَّکُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ عَلَى أَلَّا تَعْدِلُوا اعْدِلُوا هُوَ أَقْرَبُ لِلتَّقْوَى وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ خَبِیرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ ] [المائده:۸]

( ای مؤمنانو ! شی قایم د الله تعالی د پاره ګواهی ورکونکی په انصاف او د کوم قوم د دوښمنۍ په وجه انصاف مه پریږدی عدل کوﺉ دا خبره ډیره نږدې ده تقوی ته او ویره کوﺉ له الله نه او کوم اعمال چې تاسې یې کوی الله تعالی په هغه باندې ښه خبر دی ) .

او همدارنګه د هغوی سره د خپلوی پالل جایز دی په حدیث شریف کې راغی دی : وعن أسماء بنت أبی بکر رضی الله عنهما قالت : قدمت علیَّ أمی وهی مشرکه فی عهد رسول الله صلى الله علیه وسلم فاستفتیتُ رسول الله صلى الله علیه وسلم ، فقلت : إن أمی قدمت وهی راغبه أفأصلها ؟ قال : ” نعم ، صِلی أمک ” . رواه البخاری ( ۲۴۷۷ ) ومسلم ( ۱۰۰۳۳ ) .

بی بی اسماء د ابوبکر رضی الله عنه لور وایی : د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د حیات په وخت کې زما مور مشرکه وه ، هغه زمونږ لره راغله له رسول الله صلی الله علیه وسلم  نه مې و پوښتل چې : مور مې کور ته راغلی او هغه زما څخه د (نېکۍ او هدیې ) هیله لری .

آیا له هغې سره صله رحمی وکړمه ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  وفرمایل : هو ، له مور سره دې صله رحمی وکړه (د هغې د خپلوی حق ادا کړه ) .

نور د هغوی سره دوستی او محبت کول ، د هغوی سره په دینی او مذهبی شعائرو او مراسمو کې کډون او مشابهت کول حرام دی .

و الله اعلم

آن لاین اسلامې لارښود

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.