د افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو لپاره ۱۲،۵ میلیونه ډالرو په ارزښت تړون منظور شو

پنټاګان وایی، د افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو لپاره یې د ۱۲،۵ میلیونه ډالرو په ارزښت یو نوی تړون منظور کړی دی.

د پنټاګان له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی دی، چې په «نیو جرسی» ایالت کې میشت انټګریټید مایکروویف ټکنالوژی کمپنی ته د ۱۲،۵۸۳،۰۳۵ ډالرو په ارزښت یوه نوې قرارداد ورکړل شوی دی.

خبرپاڼه زیاتوی، چې د قرارداد پر اساس یاد شرکت به د افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو د استخباراتی وړتیاو د لوړولو په خاطر د اړتیاوړ تجهیزات برابر کړی دی.

ټاکل شوې چې افغان پوځ د ۲۰۲۰ میلادی کال تر ۲۴ سپټمبر پورې د استخباراتی او کشفی معلوماتو ترلاسه کوونکی تجهیزات له یاد شرکت څخه ترلاسه کړی.

دا په داسې حال کې ده ، چې له سپینې ماڼۍ څخه په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلی، د افغانستان اجرائیه رئیس او مایک پنس د افغانستان پر سیاسی وضعیت د خبرو سربېره د امریکا د نوې سټراټیژۍ او د افغانستان پر امنیت هم بحث وکړ.

اعلامیه وایی، مرستیال ولسمشر مایک پنس د افغان ځواکونو زړورتیا او قربانیو او د داعش او القاعده په شان نړیوالو تروریستی ډلو پر ضد د هغوی د مبارزې ستاینه وکړه.

مایک پنس په افغانستان کې د اصلاحاتو د پروسې اړوند د پرمختګونو او هڅو پر دوام ټینګار وکړ.

نوموړی په افغانستان کې د سولې او امنیت برسېره راتلونکی ټاکنې او سیاسی مشارکت د افغانستان لپاره مهم وبلل.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares