د افغانستان اجرائیه رئیس او مایک پنس د افغانستان پر موضوعاتو خبرې وکړې

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او د امریکا مرستیال ولسمشر د افغانستان پر امنیتی وضعت د واشنګټن د نوې سټراټیژۍ د مثبتو اغېزو په اړه خبرې وکړې.
اجرائیه رئیس له امریکا څخه د خپل سفر په جریان کې پرون جمعه، په سپینه ماڼۍ کې د متحده ایالاتو له مرستیال ولسمشر مایک پنس سره وکتل.
له سپینې ماڼۍ څخه په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلی، د افغانستان اجرائیه رئیس او مایک پنس د افغانستان پر سیاسی وضعیت د خبرو سربېره د امریکا د نوې سټراټیژۍ او د افغانستان پر امنیت هم بحث وکړ.
اعلامیه وایی، مرستیال ولسمشر مایک پنس د افغان ځواکونو زړورتیا او قربانیو او د داعش او القاعده په شان نړیوالو تروریستی ډلو پر ضد د هغوۍ د مبارزې ستاینه وکړه.
مایک پنس په افغانستان کې د اصلاحاتو د پروسې اړوند د پرمختګونو او هڅو پر دوام ټینګار وکړ.
نوموړی په افغانستان کې د سولې او امنیت برسېره راتلونکی ټاکنې او سیاسی مشارکت د افغانستان لپاره مهم وبلل.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د جمعیت علما مشر مولانا سمیع الحق ادعا کوی، چې په افغانستان کې د امریکا په ګډون هند او اسرائیل د پاکستان په خلاف استخباراتی کارونه پر مخ وړی، خو افغان چارواکی وایی، په افغانستان کې روان تاوتریخوالی د کرښې په هاخوا د ترهګرو له امن ځایونو سره مستقیم تړاو لری.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares