افغانستان کې د هند او اسرائیلو استخبارات د پاکستان پر ضد فعالیت کوی

مولانا سمیع الحق وایی، په افغانستان کې د هند او اسرائیلو استخبارات د پاکستان پر ضد فعالیتونه کوی.
نوموړی تېره ورځ په یوه غونډه کې وویل، چې د هند او اسرائیل استخباراتو په افغانستان کې فعالیتونه لری او په پاکستان کې د ناامنۍ د رامنځ ته کولو په خاطر کار کوی.
هغه د امریکا پر متحده ایالاتو هم تور پورې کړ چې په افغانستان، فلسطین او کشمیر کې د بې ګناه خلکو د وینو په توینو بوخت دی.
د ښاغلی سمیع الحق په وینا، افغانان د پاکستانیانو ورونه دی او افغانستان د هغوی دوهم کور دی.
نوموړی ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې سوله او امنیت د پاکستان په سولې او امنیت پورې تړاو لری.
مولانا سمیع الحق له دتر دې د مخه ویلی وو، چې د بهرنیو ځواکونو په شتون کې د سولې مذاکراتو پیل ناشونې دی، ځکه افغانان د بهرنیو ځواکونو له حضور سره مخالف دی.
خو افغان چارواکی وایی، په افغانستان کې روان تاوتریخوالی د کرښې په هاخوا د ترهګرو له امن ځایونو سره مستقیم تړاو لری.
د افغان چارواکو په وینا، وسله وال طالبان او د حقانی ترهګرې شبکې په پاکستان کې له خپلو امن ځایونو څخه په افغانستان کې بریدونه ترسره کوی.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا متحده ایالاتو چارواکو په وار وار سره پاکستان د افغانستان د سولې په تړاو ګرم بللی دی او ویلی یې دی، چې پاکستان په خپله خاوره کې ترهګرو ته پټنځایونه ورکوی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares