محموده تقوا مبارزه پېغله

د یوې داسې مبارزې پېغلې پر ژوند تمېږو چې د ټولنې د هر ډول ننګونو پر وړاندې لکه ډال درېدلې او د خپل ژوند کاروان یې تر هر ډول ګړنګونو سلامت تېر کړی دی. په سخت او لنډ وخت کې داسې بریالیتوبونو ته رسېدلې چې ډېر یې یوازې په خوبونو کې ګوری.
خبریالې محمودې تقوا په ۱۳۶۷لمریز کال په کابل کې فانی نړۍ سترګې پرانیستې، پلار یې ښوونکی و، محمودې لا د خپل ژوند اووه کاله نه وو پوره کړی چې کابل کې جګړې زور اخلی او له خپلې کورنۍ سره خپل پلرنی کلی د وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ، د تنګی درې، دواب ته کډه وړی.
نوموړې وایی، کلی ته په کډې کولو سره یې پلار دنده له لاسه ورکړه، اړ شو چې له خپلو وروڼو سره یې کور او ځمکه ووېشی، په یوه کلا کې هر ورور ته یوه یوه کوټه او اته بسوې کرنیزه ځمکه ورسېده: ((یوه کوټه مو لرله، هم په کې ویده کېدو، هم مو ډوډۍ په کې خوړله او هم مو اور پکې بلاوه او هم مو د کور لوښی لرګی په کې انبار کړی وو.))
یوه ورځ تقوا خبرېږی چې له کلی یې وړاندې په سیسۍ کې د نجونو لپاره د عربو په مرسته ښوونځی پیلېږی: ((ښوونځی له موږ لرې و، له خپل کلی مو نورې نجونې هم نه ورتلې، یوازې به ور روانه وم.))
ښوونځی ته په لاره یوه ورځ د تبلیغیانو له ډلې سرهمخ کېږی: ((ویې درولم، ویل یې چیرته ځې، ویل مې ښوونځی ته ځم، لنډ یې راته وویل، پلار لرې او د غیرت په نوم یې کوم څه په وجود کې شته چې لور ښوونځی ته لېږی؟ غلې شوم، راغبرګه یې کړه، قران شریف دې زده دی؟ ما په بیړه ورته وویل هو، د الرحمن سوره مې ټوله حفظ ده او څو نور سورتونه مې هم زده دی، له ډېرې وېرې مې ژر ژر ورته تلاوت کړل، یو بل ته یې وکتل لکه شرمېدلی چې وی، حرکت یې وکړ.))
د محمودې له ښوونځی سره کلیوال هم چندان جوړ نه دی: ((کلیوالو به د مکتبۍ په نوم پېغور راکاوه، کورنۍ به مې د کلی له نجونو سره نه پرېښودم، ویل به یې د کلی نجونې بې تربیې دی. د دوی خلاف به بیا نورو کورنیو هم خپلې لوڼې له ماسره نه پرېښودې، دوی به ویل، د ښار نجونې بې تربیې دی. هر وخت به یوازې وم.))
تقوا وایی چې له لویو لویو انسانانو به یې ښکنځلې او بدرد اورېدل: ((لویو لویو خلکو به راته د خلقی او سکربیست لور ویل، په داسې حال کې چې پلار مې په کابل کې ښوونکی و.)) د تقوا د زدهکړو کال نیمایی کېږی، یوه ورځ ښوونځی ته روانه ده، د کلی د رود اوبه د دوبی سېلاب خړې کړې دی، د لرګیو په پل ورو ورو روانه ده، خو کله چې د پل نیمایی ته رسېږی، سترګې یې تورېږی او لاندې د سېل خړو اوبو ته لوېږی، له وړاندې پټیو یې ورور وینی هغه په منډه ځان ورته رسوی او پنځوس متره وړاندې یې له اوبو نیم ژواندې راباسی او کور ته یې رسوی، دا پېښه ددې سبب کېږی چې نور یې کورنۍ ښوونځی ته ونه لېږی، څو ورځې وروسته له ښوونځی د اول نومرګۍ پاڼه ورته لېږل کېږی.
محموده وایی، په کلی کې یې غواوې او وزې ساتلې، له خپل کشر ورور سره به یې د کلیوالو د غنمو د کروندو پلالې ټولولې، هغه د خپل ژوند کیسه تر دې ځایه را رسولې وه چې غلې شوه لکه خبرې یې چې هېرې شوې وی، د ماضی ترخو خاطرو ودردوله، سترګې یې له اوښکو ډکې شوې.
نوموړې وایی، د هغې وخت یادونه یې ډېره ځوروی، بېوزلۍ داسې حالت ته رسولی وو چې د کوټې د ګرمولو او دېګ پخولو لپاره به یې د رود په غاړو کې د خلکو د ونو پاڼې جارو کولې. تقوا په کلی کې د نورو کارونو تر څنګ خپلې وزې هم په غره کې څروی، هغه د خپلو وزو شپنه ده، څوک وایی چې دا شپنه به هم یوه ورځ تر ریاسته رسېږی: ((وزې به مې په داسې ځایونو کې څرولې چې کور ته به نژدې وم، کور او یا نور خلک به مې لیدل، د کلی د نهو کلونو له ژوند به مې کم او زیات پنځه کاله وزې څرولې وی.))
یوه ورځ محموده له غره څخه وزې د کلی په لور بیایی چې د کوم ګاونډی باغ ته لوېږی او د ونو شاخونه یې خوری، کور ته یې تر رسېدو مخکې شکایت رسېدلی وی او د پلار له خوا ښه ډبول خوری، تقوا وایی چې له دې نهه کاله ژوند هېڅ ښه خاطره نه لری.
د تقوا دوه وروڼه ډنمارک ته ځی هلته زدهکړې او کارکوی، له دې سره یې د ژوند کچه لږ څه ښه کېږی، یو څه یې د اته بسوې ځمکې حاصل او یو څه پیسې یې وروڼه ورته رالېږی. د طالبانو د حکومت په وروستیو کلونو کې یې مشر ورور کابل ته کډه راولی، تقوا هم کله کله د هغوی کور ته راځی، خو هروخت چې کابل ته راځی بیا یې کلی ته زړه نهکېږی. کابل کې د طالبانو حکومت سقوط کوی، د تقوا کلیوال هم له کابل د نجونو د زدهکړو او نورو پرمختګونو ډول ډول کیسې کلی ته وړی.
محموده د زدهکړو لپاره زړه نازړه ده ځکه چې اوس ۱۵کلنه پېغله ده، کورنۍ ته هم نشی ویلای چې ښوونځی ته ځی، یوه ورځ خپل دا خیالونه مشرې خور ته څرګندوی، وایی، یوه ورځ به یې سپینه چپنه اغوستې وی، ډاکټره به وی، که دا ناروغه کېږی درملنه به یې کوی: ((مشرې خور ته مې وویل، پلار ته ووایی، کابل کې مې د ورور کور ته ولېږی چې ښوونځی ووایم، پلار مې وویل اوس مې د زدهکړو وخت تېر شویدی، خو زور شوم او کابل ته راغلم.))
تقوا د ټیټو ټولګیو لپاره خپل عمر لازم نه بولی، څلورمټولګی ته عریضه ورکوی، خو په کمپنۍ سیمه کې قلعهکاشف ښوونځی څلورم ټولګی نه لری، دوی لومړی، دویم، درېیم او اوومټولګی لری: ((حیرانه وم څه وکړم، کور ته بل نژدې ښوونځی نه و، ځینو خپلوانو مشوره راکړه چې اووم ټولګی ته عریضه ورکړم، زړه مې نه شوای کولای ځکه چې تر اوسه مې سمه املا زده نه وه. بیخی معما راته ښکارېده، خو قسمت و په ۱۳۸۱لمریز کال مې اوومټولګی پیل کړ.))
تقوا په ټولګی کې د نورو نجونو تر اغېزې لاندې راځی ځکه چې د نورو نجونو ډېر څه زدهدی، چا په کور او چاهم په پټو کورسونو کې زدهکړې کړې دی. یوه ورځ معلمه نوټ ورکوی، وایی سرخط تقوا هم لیکی (سرخط) که معلمه وایی کامه تقوا لیکی (کامه)، په دې نه پوهېږی چې نوټ څنګه ونیسی او څنګه یې ولیکی: ((معلمې په چپټر ووهلم ویل دا څه لیکې بیا یې ټولو نجونو ته وښود، ټولو راباندې وخندل، سخته وشرمېدم، له بلې خوا درسونه په دری ژبه وو چې زما یوه کلمه دری زده نه وه.))
تقوا خپه او ژړغونې کور ته ځی، پلار یې، له وطن راغلی وی، ورته وایی چې زدهکړې یې په وسپوره نه دی باید کلی ته ورسره لاړه شی، ښه به وی چې له مور سره یې په کارونو کې مرسته وکړی: ((ځېل مې کړی و چې زدهکړې به کوم، په ټولګی کې نهه نجونې وو. ټولګی مو نیم چت نه لاره، هسې کنډواله وه. د نجونو تر منځ په ډېرو نزاکتونو نه پوهېدم، لاسونه به مې چاودې وو، خبرې مې سمې زده نه وې، کالی به مې د نورو نجونو په څېر منظم نه وو. سمه د شادګل له کیسو سره مخ وم.)) یوه ورځ د قرانکریم ښوونکی راځی، تقوا چې په کور کې قرانکریم ښه زده کړی وی، ښه تلاوت کوی، ښوونکی ورته وایی کله چې ټولګی ته نه راځی، تقوا به د قرانکریم درس ورکوی: ((له هغې وروسته ټولګی کې د قرانکریم ښوونکې شوم، خو نجونو کینه راسره اخیستې وه، غوږ به یې نه راته نیوه. ورو ورو چالاکه شوم، میاشت وروسته مې لږ لږ دری خبرې زدهکړې، په نزاکتونو پوه شوم، تورکالی او سپینټکری مې پیداکړل، املا مې هم زدهکړه، کور کې به مې ټوله ورځ لیکلیکه او درس به مې یاداوه، یوه دقیقه مې هم بل کار نهکاوه. درس به مې داسې کلمه په کلمه زدهکاوه لکه ټیپ کې چې خبرې ثبتوی.))
محموده د خپل زحمت له کبله د اوړی په ازموینو کې اول نومره کېږی، په ټولو نجونو اور بلېږی، د کورنۍ او خپلوانو له لوری ډېره تشویقېږی، ټول ډالۍ ورته اخلی، وروڼه یې له بهره هم ډالۍ ورته رالېږی.
تقوا د ښوونځی په غونډو کې ویندویی پیلوی، په اتم ټولګی کې په پښتو او دری ژبو شعر لیکی، د ښوونځی دېوالی جریدې ته وړې وړې مقالې لیکی، د سهار په پیل کې د قران کریم ایتونه تلاوت کوی، په همدې توګه تر نهم ټولګی پورې د قلعهکاشف د نجونو او هلکانو د ښوونځی عمومی اولنومره وی: ((ټولې لیسې وپېژندم، د پوهنې وزارت څو ځله تقدیر کړم، ډالۍ او ستاینلیکونه یې راکړل. په نهم ټولګی کې وم چې کابل ته مو کډه راوسته.))
تقوا د نسوان افشار د نجونو لیسې ته ځی، تر څنګ یې د انګلیسیکورسونه هم پیلوی، دا چې کورسونه هم وایی له لومړۍ نومرې درېیمې ته راځی، په یوولسم ټولګی کې د کال ممتازه زدهکوونکې اعلانېږی، ستاینلیک او نورې ډالۍ هم ورکولکېږی: ((په دوولسمټولګی کې به سهار وخته په شنه شپه تلم د کانکور تیاری به مې لوست، خو ډېرې داسې نجونې وې چې اقتصاد به یې هم ښه و خو کورنۍ به یې د کورس اجازه نه ورکوله. ښوونځی ته به له درس پیل کېدو یو ساعت مخکې راتلم، هڅه مې وکړه، له دا ډول نجونو سره مرسته وکړم، له ادارې سره مې خبرې وکړې، یوه لوحه مې ولیکله، هغه نجونې چې غواړی د کانکور تیاری ونیسی، سهار دې یو ساعت مخکې د لیسې تالار ته راشی، دوی ته مې یو ساعت درس ورکاوه، خوشاله وې، د همدې بوختیا له کبله په یوولسمټولګی کې نهمه نومره شوم.))
تقوا په زړه د ډاکټرۍ لوی ارمان لری، له کچې ډېر زحمت باسی، کانکور کې طب او دویم ادبیات ټاکی، د نظامی طب لپاره هم ډېره هڅه کوی، خو نصیب یې ورسره ملګری نه دی، په پای کې ادبیاتو پوهنځی ته بریالۍ کېږی، نه غواړی ویې لولی خو د کورنۍ د فشار له کبله یې پیلوی: ((په لومړی سمستر کې اتمه او بیاڅلورو نورو سمسترونه کې اول نومره وم، له هغې وروسته بیا کله دویمه کله هم درېیمه نومرهکېدم او کادری فارغه شوم.)) کلهکله په مېرمن ادبی بهیر غونډو کې هم برخه اخلی او شعرونه لیکی. تقوا د پوهنتون له څلورم ټولګی په مطبوعاتو کې کار پیلوی. د وردګو ولایت د ښځو چارو د ریاست له خوا خپرېدونکې پېزوان مجلې مرستیاله کېږی. په کابل کې له ګوېته انستیتیوت سره قلمی همکاری کوی، دغه راز له سپوږمۍ راډیو سره د ویاندویی په برخه کې کار پیلوی. تقوا په ۱۳۹۰کال له پوهنتون او په ۱۳۹۲لمریز کال له ماسټرۍ هم فارغېږی. اوس یې یوازینۍ هیله دا ده چې په پوهنتون کې استاده شی. ازموینه ورکوی پوهنتون د اصولو خلاف د دې په ځای چې ماسټر استاد کړی، یو کس چې لیسانس دی، بریالی اعلانوی. دویم ځلی هم ازموینه ورکوی خو نه بریالۍ کېږی: ((دا مې یو هدف او ارمان دی، په راتلونکی کې هم غواړم چې په پوهنتون کې استاده شم او بله دا چې زدهکړې مې د دوکتورا تر کچې لوړېکړم.)) تقوا ګوربت راډیو ټلویزیون ته ځی، درې میاشتې د پروډیوسرې په توګه کار کوی، وروسته یې د ټولو خپرونو مسوله ټاکی، معاش یې هم څو چنده ورسره لوړېږی، له کوار موسسې سره یې اړیکې پراخېږی، دا چې تقوا په پوره مینه او شوق سره خپل کارونه مخکې بیایی، کوار موسسه یې په ۱۳۹۲لمریز کال کې د راډیو ټلویزیون د رییسې په توګه اعلانوی: ((دا پوست له ما ډېر مشر و، نه پوهېدم څه ډول به یې مخکې وړم، خو همکارانو تشویق کړم. په لومړیو کې راته سخته وه، خو ورو ورو مې بودیجه، پلانونه جوړول او نور کارونه زدهکړل.))
تقوا د مدنی ټولنو په ټولو غونډو کې ګډون کوی او همداراز ټولو ادبی او فرهنګی غونډو ته هم ورځی، د مدنی ټولنې په غونډو کې د اجرایه کمېټې د غړې په توګه منل کېږی: ((کوار هم د مدنی ټولنو د پیاوړتیا شبکه جوړه کړه. زه یې د مدنی فعالیتونو مسوله وټاکلم.)) کوار موسسه په ۲۰۱۵میلادی کال تقوا ته د ښو کړنو له کبله ستاینلیک ورکوی، همداراز د همدې موسسې له لارې دوبۍ او هند ته په رسمی سفرونو ځی او د خپلو ښو فعالیتونو له کبله وخت په وخت ستایل کېږی چې اوس د ۳۰په شاوخوا کې ستاینلیکونه لری. تقوا خلکو ته د خدمت لپاره په ۲۰۱۰میلادی کال د وردګو ولایت ولایتی شورا ته درېږی، دا وایی نه پوهېده چې دلته پیسو ته ارزښت ورکول کېږی او خلک په پیسو بریالی کېږی. د تقوا لوی ارمان د نجونو او مېرمنو شرعی حق تر لاسه کول او خپلواکی ده او نوموړې په فکری لحاظ د خلکو ویښتابه ته ډېر ارزښت ورکوی. د هغې د ژباړو دوه کتابونه تر دې وړاندې چاپ شوی او پنځه کتابونه یې چاپ ته تیار دی چې سپین شعرونه، منظوم شعرونه، د انسانی نومونو قاموس، ناول او بې مخاطبه لیکونه دی چې ژر به چاپ کړل شی
حبیب وقار.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

shares