د سیمه ییزو ارګانونو اداره وایې، د عطا نور خبرې شخصی څرګندونې دی

د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وایی، حکومت ټول قانونی امکانات د بلخ د نوی والی انجنیر محمد داوود په واک کې ورکړی، څو خپل کار پیل کړی.

څو ساعته وروسته له هغې چې عطا محمد نور په مزارشریف کې د خپلو پلویانو په غونډه کې یوشمېر دولتی بنسټونه د بلخ ولایت په ناامنه کولو تورن کړل، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د ښاغلی نور دغه څرګندونې د نوموړی شخصی نظر وباله.

د دغې ادارې ویاندې منیرې یوسف زاده د تیره ورځ رسنیو ته وویل، هر حرکت چې د هرچا له خوا وی او د افغانستان ملی ګټې په خطر کې واچوی، د حکومت له غبرګون سره به مخامخ شی.

اغلې یوسف زاده وایی، ټول هغه قانونی امکانات چې د یوه والی په واک کې ورکول کېږی، د بلخ نوی والی انجنیر داوود ته هم ورکړل شوی دی.

منیره یوسف زاده زیاتوی، د والی په صفت د عطامحمد نور ټول فعالیتونه غیر قانونی دی او رسمیت نه لری.

نوموړې زیاته کړه:

“جناب استاد عطا د بلخ پخوانی والی دی، د هغه څرګندونې د نوموړی شخصی نظر دی، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې او د حکومت له نظره انجنیر محمد داوود د بلخ رسمی والی دی، حکومت او د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره به ټول هغه قانونی امکانات چې یو والی ته په واک کی یې ورکوی، انجنیر داوود ته ورکړی، څو نوموړی وتوانېږی خپل کارونه مخکې یوسی.”

د اغلې یوسف زاده په خبره، تر هغې چې د بلخ نوی والی معرفی کېږی او خپل کار پیلوی، د بلخ د والی مرستیال به د ټولو دفتری ادارو څارنه کوی.

دا څرګندونې داسې مهال کېږی چې د یو شمېر رسنیو د راپورونو له مخې، عطامحمد نور د سې شنبې په ورځ په مزارشریف ښار کې خپلو یوشمېر پلویانو ته په غونډه کې ادعا وکړه چې د ملی امنیت شورا د وزیر اکبرخان ۱۵م سړک په درېیمه کوڅه کې د هغه په خبره یوشمېر ولګردو کسانو ته وسلې وېشی چې بلخ نا امنه کړی.

نوموړی ګواښ وکړ چې دغه وسله وال کسان که چېری مزار شریف ته ورشی نو له هر ډول مشورې پرته به یې وځپی.

ښاغلی نور د والی په صفت د خپل کار د دوام په اړه وویل، تراوسه هم د ملی وحدت حکومت او جمعیت اسلامی ګوند خبرو ته منتظر دی او ترهغه وخته به خپل کار ته دوام ورکوی.

تېره اوونۍ وروسته له هغې چې د ارګ له لورې د عطا محمد نور استعفا ومنل شوه، اجرائیه رئیس وویل چې له دغې استعفا سره د جمعیت ګوند رهبرۍ توافق کړی، خو د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ عطامحمد نور خپل کاری دفتر ته ولاړ او ویې ویل، که حکومت او جمعیت توافق ته سره ونه رسېږی، د ملی وحدت د حکومت د عمر ترپایه به د بلخ والی وی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares