نیو زېلېنډ له ویسټ اینډیز څخه د شل اوره لوبو لړۍ هم وګټله

نیو زېلېنډ کرکټ ملی لوبډلې په درېمه شل اوریزه لوبه کې ویسټ اینډیز ته په ۱۱۹ منډو ماتې ورکړه.

په دې لوبه کې نیو زېلېنډ لوبډلې د کولېن مونرو د سلیزې په مرسته ویسټ اینډیز لوبډلې ته د ۵ لوبغاړو په سوزیدو سره د ۲۴۴ منډو ستر هدف ورکړ.

توپ وهنه کې کولېن مونرو په ۵۳ توپونو د ۱۰ شپږیزو او ۳ څلوریزو په مرسته ۱۰۴ او ګپټیل ۶۳ منډې وکړې.

ویسټ اینډیز لوبډلې په ۱۶،۳ اورونو کې خپل ټول لوبغاړی له لاسه ورکړل او یواځې ۱۲۴ منډې یې وکړې.

د نیو زېلېنډ لخوا ټېم سوتی ۳، ټرینټ بولټ او ایش سدهی دوه دوه لوبغاړی وسوزول.

د دې لوبې او د ټول سیریز غوره لوبغاړی کولېن مونرو وټاکل شو.

د دواړو لوبډلو ترمنځ د نیو زېلېنډ په کوربه توب دوه ټیسټ،درې یو ورځینۍ او  درې شل اوریزه سیالۍ ترسره شوې،چې یوه شل اوریزه لوبه یې د باران له امله بې پایلې شوه او نورې ټولې یې نیو زېلېنډ لوبډلې وګټلې.

نصرت الله عمرزی

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares