له هنده تر چینه؛ عامر خان اوس هم راج کوی

د بالیووډ د وتلی ستوری عامر خان د دنګل فلم له خپریدو دادې کال تیر شو، خو یاد فلم اوس هم په هندی سینما کې ریکارډ جوړونکی دی.

دې فلم د هندوستان د ننه او بهر دومره پیسې وګټلې، چې د بالیووډ په تاریخ کې هیڅ یو فلم تر اوسه نه دی ګټلی.

تازه هندوستان ټایمز په خپل راپور کې لیکلی، چې یاد فلم په چین کې هم د ۲۰۱۷ کال یواځینی فلم دی، چې تر بل هر فلم یې ډیرې پیسې ګټلی دی.

فلم یواځې په هند او چین کې نه، بلکې په متحده ایالاتو، انګلستان، عرب اماراتو، تایوان او کاناډا کې هم تود بازار درلود.

فلم کې عامر خان او کشمیرۍ نجلۍ فاطمه ثنا شیخ مخکښ رول لری.

دنګل د یو پهلوان پلار کیسه کوی، چې څنګه له خپلو لورګانو پهلوانانې جوړوی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares