مطالعه څلور مراحل لری!

لیکوال :  عبیدالله ساحل

لمړۍ مرحله کې د کتاب خلاصول او پیلول د زهرو ګوټ وی. په هېڅ ډول ورته سړی نه برابریږی، چې پیل وکړی، خو ضرورت دی باید پیل شی. ځکه مرض لپاره درمل باید وخوړل شی، جهالت ډیر ناوړه مرض دی، باید رغونې لپاره یې مطالعه د درمل په توګه وکارول سی. لمړۍ مرحله کې مطالعې ته ننوتل لکه کړاو ته غیږ ورکول دی، دا کار درته له توان پورته ښکاری، ذهن دې له ورایه ماتې منلې وی، پر ځان بې باوره یې، ګومان کوې چې زه یې نه شم کولی؛ دلته بریمن هغه څوک دی چې دې حالت سره درې میاشتې مقاومت او مبارزه وکړی.

دویمه مرحله کې د لوستونکی او کتاب ترمنځ د یارانې نازک تارونه غځیدلې وی، خو دومره ډېر مضبوط نه یې، کله ناکله یې ناڅاپه له کتاب زړه تور سی، منځ منځ کې کتاب او لوستونکی یو بل نه مرور سی، لوستونکی باندې د لمړۍ مرحلې څپه راشی خو د لته لږ مقاومت په کار دی. دلته ستونزه دا وی، چې لوستونکی پوره اخذ نه شی کولی، د مطالعې وروسته ترې ټول مفاهیم شیندلی او ورک وی، نه پوهیږی چې څه یې ولوستل؛ کتاب سره د تړاو لار یې موندلې وی خو دې ته اندیښمن وی، چې څه یې نه زده کیږی. دې مرحله کې بیا هم اړینه ده، چې درې میاشتې مبارزه او استقامت وشی.

دریمه مرحله کې لوستونکی یوې بلې نړۍ ته ورداخلیږی، کله نا کله ورته کتاب موسک شی، دی ورته هم موسکی شی، د لوستلو پر وخت متاثر شی، خفه شی، خوشاله شی، ځینې کرښو ته وخاندی او ځینو ته اوښکې توی کړی، د دواړو یارانه پخیدو ته نږدې کیږی، له کتاب پرته ورته ځان بې روحه ښکاری، دلته یې نور کتاب ته زړه نه تنګیږی او نه ستړی کیږی، خو ستونزه یې دا وی، چې لوستل شوی مفاهیم په خپل تعبیر چاته نه شی کیسه کولی، مجالسو او بنډارونو کې پرې رغنده استدلال نه شی کولی؛ دلته باید یو ځل بیا درې میاشتې مقاوت وکړی او حوصله لوړه وساتی.

څلورمه مرحله، چې د ملکې په نوم یادیږی وروستی مرحله ده. دلته نو د لوستونکی او کتاب مینه او یارانه دومره پیاوړې شوې وی، چې په منځ کې یې بل هېڅوک نه ځایېږی. یادې درې مرحله یېزې ستونزې دلته ټولې له منځه ځی، مطالعه پر یو مضبوط او نه بدلیدونکو عادت اوړی، لوستل شوی مفاهیم ټول ذهن کې راڼه او شفاف ځای نیسی، دلته اوس د مطالعې پر مټ هر ځای او هر چیرته استدلال کولی شې، نورو ته یې په سمه توګه وړاندې کولی شې، د مطالعې د دغه اوږد سفر اثرات ستا په ژوند، کړو وړو او تعاملاتو کې د لمر په څېر ځلیږی؛ دلته نو بیا د انسان ژوند چورلټ اوړی، لوی انقلاب پکې رامنځ ته کیږی او ورځ تر بلې د کمال حد ته نږدې کیږی.

ویل کیږی، چې د دې مرحلې خاوندان د مطالعې پر وخت یوه ځانګړې خوشبو احساسوی، چې د کتاب له متنه او پاڼو راپورته کیږی. دا هغه خوشبو ده، چې یوازې د ملکې مرحلې لرونکی یې حس کولی شی او بس.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares