جلغوزی د ذهنی سکون خوندور درمل

دغه تقویه کوونکې او مغذی میوه په طبیعی شکل په غرونو کې په پراخه پیمانه راشنه کېږی .

د جلغوزیو دنګې ونې خوشې نیسی ، چې د جلغوزیو دانې د همدې خوشو په منځ کې وی .

د جلغوزیو ونې ستن پاڼې دی لکه د صنوبر ونې .

جلغوزی ډېر پخوا پېژندل شوی او په لومړی ځل د امریکا بومی قبایلو پیژندلی او ګټه یې ترې اخستې ده او د وخت په تېرېدو سره په ټوله نړۍ کې وپېژندل شوه ، چې اوس مهال یوه ډېره ګټوره او قیمتی میوه ده .

زمونږ په هېواد کې د پکتیا ، کونړ ، لغمان تګاب او نورستان د دنګو غرونو په سر د جلغوزیو پراخ ځنګلونه شته ، چې هر وخت ترې اکثره بهرنیو هېوادونو ته صادریږی .

د جلغوزیو حاصل ورکونه او ترې ګټه اخستل

د جلغوزیو ځوانې ونې ژر غوزې تولیدوی .

دوه کاله وروسته یې غوزې حاصل ورکوی .

د جلغوزیو د میوې دپاسه غوشه لږه ، لږه پرانسته وی ، خو د میوې پوښ بیا په مکمل ډول پوښلی وی .

په لومړی سر کې د جلغوزیو میوه اوبلنه او نرمه وی ، خو د وخت په تېرېدو سره په بشپړ ډول په پخې میوې بدلیږی .

د جلغوزیو د میوې ټولولو په خا‌طر لومړی یو اوږد لرګی جوړیږی او بیا یې په څوکه کې د لور په شکل یوه تېره اوسپنه تړل کېږی او د همدې په ذریعه یې راشکوی .

کله ، چې دا خوشې را وشکول شی وروسته یې بیا د څو ورځو لپاره په یوه سړه خونه کې واچوی او وروسته یې د لمر په ذریعه دانې له خوشو بیلیږی .

د جلغوزیو ونې هېڅلکه هم نه کینول کېږی بلکې په ‌طبیعی ډول رازرغونیږی . باید وپوهیږو ، چې د خامو او بازاری جلغوزیو په خوند کې ډېر تفاوت وی ځکه ، چې د پلور لپاره جلغوزی په یوه لویه کاسه کې سره کېږی .

د جلغوزیو صحی ګټې

په جلغوزیو کې B1 , B2 , B3 , K , E ویټامینونه ډېر زیات دی همدرانګه د ویټامین A تولیدونکې ماده کروتین هم په کې شته .

دغه راز په جلغوزیو کې اوسپنه ، مس ، مګنیزیم ، کلسیم ، پوتاشیم ، او زینګ اسید هم پیدا کېږی ، چې د صحت لپاره ډېر زیات ګټور معدنی توکی دی .

ـ ۲۵ ګرامه جلغوزی ۳ میلی ګرامه اوسپنه لری ، چې په بدن کې د انرژۍ او هموګلوبین اساسی تولیدونکې ماده ده .

ـ په جلغوزیو کې ډېر زیات مګنزیم شته ، چې د روحی فشارونو په مخنیوی کې مهم رول لوبوی ، چې د عضلاتو د درد مخنیوی په اسانۍ سره کوی .

ـ په جلغوزیو کې د زیات پروتین شتون ، له بې درکه چاغېدو مخنیوی کوی او دغه راز د اشتها په زیاتوالی کې مرسته کوی . دغه مواد د ځانګړو هورمونونو په تولید کې هم ډېره مرسته کوی ، چې دغه هورمونونه بیا مغزو ته د معدې د ډکېدو خبر ورکوی او له بې اندازې خوړلو څخه مخنیوی کوی .

ـ جلغوزی د مشبوع شحم درلودونکی وی ، چې د اولیک اسید په نوم یادیږی .

دغه غوړ بیا د وجود لپاره ګټور دی او له ځیګر سره مرسته کوی ترڅو د وجود ګلسترول له منځه لاړ شی .

ـ جلغوزی اعصاب اراموی او د انسان طبیعت هم ښه کوی

ـ جلغوزی د وینې د کمښت مخه هم نیسی او وینه بهیدنه هم کنټرولوی .

د جلغوزیو ځینی تاوانونه

د جلغوزیو په خوړلو کې افراط مه کوﺉ او له زړو جلغوزیو ګټه وانخلﺉ .

د جلغوزیو په خوړلو کې افراط د ستونې درد او ناولی بخارونه راپیدا کوی .

دغه راز زاړی جلغوزی هم ځینی ناروغۍ پیدا کوی ، چې باید ونه خوړل شی .

ژباړه : داکترفریداحمدصافى

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares