د نړۍ تر ټولو ذهین زده کوونکی

لیکوال:میرخان

یوه مصری زده کوونکی عبدالرحمان حسین د نړۍ د تر ټولو ذهین زده کوونکی ویاړ ګټلی دی.

مالیزیا کې ترسره شوې ازموینه کې دغه زده کوونکی د ریاضی ۲۳۰ سختې پوښتنې په اته دقیقو کې حل کړی دی. دغه ازموینه کې د زده کوونکو له پاره د ریاضی ۳۱۵ پوښتنې د حل په موخه ورکړل شوې وې چې عبدالرحمن ترې په ټاکلی وخت کې ۲۳۰ پوښتنې حل کړې او لومړی مقام یې وګټه.

دغه ازموینه کې د نړۍ له اویا هېوادونو څخه درې زره زده کوونکو ګډون کړی و.

د عبدالرحمان ښځینه استادې ویلی چې د عبدالرحمان د حافظې د پیاوړې کولو کار یې په ۲۰۱۴ ز کال کې پېل کړی و.

عبدالرحمان دیارلس کلن دی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares