دهلمند په واشیر ولسوالۍ کې ماین چاودنې ۶ ملکیانو ته مرگ ژوبله اړولې

د هلمند په واشیر ولسوالۍ کې د ملکی وگړو د سپرلۍ یو موټر پر سړک غاړې ماین ورختلی چې له امله یې دوه تنه وژل شوی او ۴ نور ټپیان دی.

د واشیر ولسوال محمد ابرهیم رسنیو ته ویلی، چې ماین نن سهار شاواخوا اته بجې د سنگیلان په سیمه کې د ملکی وگړو پر یو سراچه موټر چاودلی دی.

ولسوال وایی، دغه لاره د هرات-کندهار له لارې را جلا شوې او د ولسوالۍ په لور غځېدلې ده.

د واشیر د ولسوال په خبره په ټپیانو کې د دریو حالت یې د اندیښنې وړ دی او یو یې نسبی ښه بلل شوی.

نوموړی دا جزیات نه دی ورکړی، چې په وژل شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شته او که نه؟

د هلمند ولایت مطبوعاتی دفتر هم ویلی، چې په واشیر کې د طالبانو ماین شپږو ملکیانو ته مرگ ژوبله اړولې ده.

طالبانو د دغې پېښې په اړه څه نه دی ویلی؛ خو له وړاندې یې داسې یوه خبرپاڼه خپره کړې وه، چې د هلمند له ټولو اوسېدونکو یې غوښتی و تر څو په هغه لارو سفر وکړی، چې دوی ورته مشخصې کړې دی.

سړک غاړې ماینونه تر بریدونو او بمباریو وروسته د ملکی مرگ ژوبلې درېیم لامل بلل کیږی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares