د سینوهه څو کرښې

راټلوونکی: شبیراحمد سلیمی

د سینوهه د ژوند د خاطرو د کتاب ځینې مهمې خبرې چې تر لوستونکو یې رسول ضروری و، ما هم هغه سره یو ځای کې راغونډل کول او هیله ده، چې تر پایه یې ولولئ او ډېرې ناویلې خبرې پکې ومومئ.

که یو سړی له غمونو سره مخ کړئ، پر خپلو کړو به پښېمان شی؛ خو کله چې له غمونو خلاص شو، بېرته لومړنی حالت ته ورګرځی او د پخوا په شان به کبرجن او بېرحمه وی.

هغه کس چې لوی کارونه کولای شی، باید واړه کارونه د ځان لپاره خوښ نه کړی.

علم پای نه لری او انسان چې څومره تعلیم وکړی، بیا علم تر لاسه کولو ته اړتیا لری.

تر هغه وخته زموږ شیان پېرودنکی نه لری، زموږ په نظر کې هم بې ارزښته راځی او کله چې د شیانو لپاره پېرېدونکی پیدا شی زموږ نظر هم ځانته جلبوی.

زه پوهېږم، چې یو ځل مری او داسې څوک به نه وی چې دوه ځله ووژل شی؛ نو باید د داسې پېښې په اړه چې یو ځل پېښېږی، ټول عمر ونه ډار شو.

زموږ هر شی زموږ د افکارو زېږنده وی، هغه کسان چې لوړ فکرونه لری او چمتو وی چې خپل افکار پخپل وخت عملی کړی یو ستر انسان دی.

زه نن د دغو ورځو ارمان نه کوم، ځکه چې ارمان کول د یوه هوښیار او ګرځنده سړی کار نه وی او په ارمان او افسوس سره تېر وخت بېرته راګرځولای نه شو. په تېره بیا که د ستنېدو نه وی، لکه څوک چې نه شی کولای ځوانی بېرته ستنه کړی.

هغه ملت چې له وېرې او رعب سره مخامخ شی، هغه پوځ ته ورته وی؛ چې له جنګ وړاندې یې ماتې خوړلې وی.

تر هغه چې دغه نړۍ وی، د بېوزلو خبره به اهمیت نه لری او هر څه چې وایی باطل به وی.

زه پوه شوم چې په هر شی کې افراط ان په خوشحالۍ او ساعت تېرۍ کې افراط تاوان لری او لېونتوب دی.

تر هغه وخته چې انسان نوی شیان او پېښې نه وی لیدلې ځان بشپړ ګڼی خو له هغه وروسته چې پوه شی، د هغه پر معلوماتو او علمونو سربېره په نړۍ کې ډېر نور علمونه او معلومات شته نو ځان ورته کوچنی ښکاری او همدغه وخت پخپل عیب پوهېږی. له همدې امله بې علمه کسان ډېر مغروره کېږی؛ ځکه چې فکر کوی په ټولو شیانو پوهېږی او په نړۍ کې تر ده لوړ او تکړه بل څوک نشته!

له همدې کبله چې ګورو یو نارینه یا ښځینه کبر لری او موږ ته په کمه سترګه ګوری، باید پوه شو چې هغه ډېر احمق او ناپوه دی او له دې کبله چې په څه پوهېږی، تجربه نه لری نو ځان تر نورو لوړ ګڼی.

دروغ ډېر ځله تر رښیا ښه وی، ځکه چې دروغ انسان ته هیله ورکوی، انسان خوشحاله کوی. په داسې حال کې چې رښتیا خبره سړی نهیلې کوی.

شپه او ورځ داسې تېرېږی لکه اوبه چې د کاڼو پر مخ بهېږی او خپل اغېز پرېږدی. که څه هم اوبه نرمې او سپکې وی، خو کاڼی تراشی او ښویوی یې، د وخت تېرېدل هم د انسان روح تراشی او هغه بدلوی.

ځوانی د اوړی د ګرمو ورځو په شان ده، بوډاتوب د منی د نیمو ورځو په شان او مرګ د ژمی د سړو ورځو په شان وی. که څوک د اوړی او ګرمو ورځو او د منی له نیمو ګرمو ورځ، استفاده ونه کړی نو کله چې د مرګ سړې شپې، ورځې راورسېږی بیا ترې استفاده نه شی کولای.

کله چې د کار او بېوزلو سره د مرستې او لاس نیوی مرکز د انسان له نظره وړوکی ښکاره شی، دلیل یې دا وی چې شتمنی او تجملات د هغه روح تیاره کړی او د عاطفې سرچینه یې ور وچه کړی.

انسان په ښېګڼو باندې کوم ځای ته نه رسېږی، په دې نړۍ کې یوازې یو شی ارزښت لری او انسان هر شی ته رسولای شی، هغه قدرت دی.

که تر ټولو بد کار وکړې او بریالی شې، ټول وایی چې ستا اعمال ښه و، خو که تر ټولو ښه کارونه وکړې او بریالی شې، وبه وایی چې بد دې کړی.

ژوند هغه سړې شپې ته ورته دی، چې انسان د ځان ګرمولو لپاره اور ونه لری، په دې سره شپه کې دوه بې کسه او غمجن ژوی چې د یوه بل تر څنګ پاتې شی. ممکنه ده، د یو بل د بدن له تودوخې استفاده وکړی او ګرم شی، ان که د هغوی سترګې په درواغو له یو بل سره دوستی څرګنده کړی.

زه فکر کوم همغه ډول چې تېل کمزوری اور تېز او غړغړانده کوی یوه ښکلې ښځه هم، د نارینه اور داسې زیاتوی، چې هغه په دې اور کې ټولې هغه پخوانۍ ژمنې سوځوی چې پخوا یې د ښځو په هکله کړې وی.

بله دا چې دا خبره تجربه شوې، چې کله ښځه او نارینه او مادی اړتیاوو پرته پر یو بل ګران وی، نو بیا غوره ده چې له یو بله لرې ژوند وکړی چې د دوی د مینې اور هېڅکله خاموشه نه شی.

په ټولنیز ژوند کې هر بدلون د شتمنو په ګټه او د بېوزلو په زیان وی.

په دنیا کې د ګټو شریکېدل، تر مینې زیات خلک سره نږدې کوی او د شریکو ګټو دوستی، تر مینې زیات دوام کوی.

تل ټیټ او ناپوه کسان چې په خپله پرتم او حیثیت ونه لری له بخیلۍ څخه په معتبرو او مخورو کسانو پسې خاندی. دوی فکر کوی چې په دې کار سره به خپل کمی او حقارت جبران کړی.

د مقام او فرصت غوښتنه د بشر یوه طبیعی غریزه ده، که څه هم ټولو انسانانو کې نشته خو په کومو کسانو کې چې شته، هغوی ارام نه پرېږدی. د مقام او فرصت غوښتونکی سړی د مقام د تر لاسه کولو لپاره په هر عمل لاس پورې کوی.

که یو څوک ووایی زه ځان ډېر ښه پېژنم، بیا هم د دې وس نه لری چې ځان بشپړ وپېژنی او کله نا کله به داسې ار هم وکړی چې وروسته نه شی پوهېدای ولې یې دغه کار کړئ دی.

انسان فطرتا په خیالونو کې ژوند کوی، تل راتلونکی ته هیله کوی او تصور کوی چې له پخوا څخه به ښه راتلونکی ولری، خو د انسان د بدبخت یو عامل دا دی چې له تېرو ترخو تجربو څخه درس نه اخلی او فکر کوی چې راتلونکی به په دې دلیل چې لا نه ده راغلې تر پخوا ښه وی.

مرګ د بدنی ځورونې او د ژوند له سترو غمونو او نهیلیو څخه یوه خوږه پېښه ده او بله دا چې انسان له ژوند کړېږی، نه له مرګه.

هغه کارونه چې انسانان یې کوی بېلابېل عوامل لری او په هر کار کې ممکنن دوه اصلی علتونه موجود وی، یو علت خصوصی وی او بل د عامه ګټو لپاره وی.

هر څوک چې ژبلېږی او یوه شېبه هم ارام نه شی پاتې کېدای، لامل یې دا نه وی چې مړ کېږی بلکې د دې لپاره پر ځان راتاوېږی چې ژوندی دی.

مرګ د ټولو دردونو، حسرتونو، محرومیتونو، هیلیو او دغه راز د ټولو بدنی دردونو پای دی.

له یوې ګرمې او ساډوبې ورځې وروسته د شپې سړه وږمه څومره خوندوره وی؟ مرګ هم د ژوند په پرتله ډېره ګرمه ورځ کې یوه سړه وږمه ده.

تر هغه چې انسان په په یوه ستر کار لاس پورې نه کړی ستره ګټه نه شی کولای او په سترو کارونو کې د تاوان احتمال ډېر وی.

یو کار چې د لېونتوب دلیل دی، دا دی چې سړی د خپلې شتمنۍ له اندازې خلک خبر کړی.

په نړۍ کې داسې حقیقتونه وی، چې زموږ سترګې یې نه وینی؛ زموږ غوږونه یې نه اوری، لاسونه یې نه لمس کوی. خو له دې سره سره دغه حقیقتونه شته.

د انسان یو شی هېڅ کله نه بدلېږی او هغه دده ناپوهی ده که یو لک کاله وروسته کوم انسان پیدا شی؛ نو زموږ د وختو انسان او هغو انسانانو په شان به ناپوه او تېروتی وی؛ چې تر موږ مخکې یې د اهرامونو د جوړېدا په وخت کې ژوند کاوه.

ما ولیدل هغه کسان چې په تلو کې یې سره زر تلل، په څلور لارو کې سوال ته مجبور شول او د همدغو کسانو مېرمنو د یوې توټې مسو په بدل کې ځانونه پر تورپوستو خرڅ کړل.

ما پر خپلو سترګو ولیدل هغه کس چې تل به یې د سرو زرو په جامونو کې شراب څښل، کله چې بېوزله شو، د نیل سیند پر غاړه ناست و او د سیند اوبه یې څښلې.

زه سینوهه نومېږم، ما په خپلو سترګو ولیدل، چې یو زوی، په کوڅه کې خپل پلار وواژه؛ ځکه چې زوی د صلیب نښه پر خپل ټټر ټومبلې وه او پلار د ښکر نښه درلوده.

ځینې کسان شته، چې وایی، هغه څه چې نن پېښېږی، مخېنه نه لری او هېڅکله به په نړۍ کې نه وی شوی؛ خو د دوی دغه خبره د وګړو د کمې تجربې او د فکر ځواک د کموالی له امله ده؛ ځکه په نړۍ کې چې کومه پېښه شوېې، د هغې مخېنه ارومرو لیدل شوې ده.

بیا به هم انسان ناپوه وی او راتلونکی انسان هم په درواغو او نشو وعدو تېر وځی؛ ځکه چې انسان د ژوند د دوام لپاره درواغو او چټی وعدو ته اړتیا لری او د هغو فطرت همدا غواړی، چې تل تر رښتیا پر درواغو ډېر باور وکړی او د واقعیت په پرتله پر تشو وعدو ډېر اېمان لری، چې هېڅکله به عملی نه شی.

شتمن هغه څوک نه دی، چې سره زر ولری، بلکې هغه څوک شتمن دی چې په لږو قناعت وکړی.

د هېڅ چا په هکله باید د هغه د پوستکی د رنګ، ژبې، جامو او ګاڼو پر بنسټ قضاوت ونه کړو، بلکې د انسان زړه ته وکتل شی او د هغوی د زړونو پر اساس قضاوت وشی، ځکه خو یو ښه سړی تر بد غوره دی او یو هوښیار کس تر ظالم ښه دی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares