د پاډماوتی خپریدل ټولنیزه بې ثباتی رامینځ ته کوی

د هندوستان د پارلمان یو شمیر غړی وایی، چې پاډوماوتی فلم ته د خپریدو اجازه ورکول ټولنیز ثبات ته ګواښ دی.

د هندوستان د فلمونو د تصدیق ورکړې ادارې د ډیپیکا پاډوکون فلم (پاډوماوتی) ته یواځې په لږ تغیر سره د خپریدو اجازه ورکړې.

د فلم نوم له پآډوماوتی Padmavati  نه پاډماوت Padmavat ته بدل شوې.

د هندوستان د پارلمان یو غړی، مهندرا سنګ میور ویلی، چې که پاډماوتی خپور شی، د ټولنیزې بې ثباتۍ لامل کیږی.

د هندوستان د فلمونو د تصدیق ادارې د شنبې په ورځ پاډماوتی فلم ته په ۵ کوچنیو تغیراتو سره د خپریدو اجازه ورکړه.

خو اعتراض کوونکی وایی، چې دا تغیرات ډیر عادی دی او د فلم محتوا او حقیقت لا هم په ځای دی.

ټاکل شوې وه، چې پاډماوتی د تیر کال د ډیمسبر په لومړۍ نیټه خپور شوی وی، خو لا هم ځنډیدلای.

فلم کې د ډیپیکا پاډوکون سربیره، رنویر سنګ او شاهد کپور هم لوبیدلی دی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares