۲۰۱۷ کال ددوې لپاره تر ټولو بد کال و

۲۰۱۷ کال له خانانو واخله تر بی (B) ګروپ اداکارانو پورې، د ټولو لپاره له تاوان سره مل کال و.

د یوې پلټنې له مخې ۲۰۱۷ کال د بالیوډ ددې څلورو ستورو – کنګنا راناټ، سیف علی خان، کپیل شرما او شردا کپور – لپاره تر بل هر چا ډیر له تاوان او ستونزو ډک و.

کنګنا راناوټ سږ ۲۰۱۷ کال د رنګون او  سیمرن په نوم دوه فلمونه جوړ کړل، خو دواړه سخت ناکام شول.

نوموړې د Post-Queen په څیر کامیاب فلم هم لری، خو ۲۰۱۷ کال یې نه یواځې دا، چې فلمونه یې ناکام شول، بلکې د هیرتیک روشن او کرن جوهر سره په لانجه هم واوښته.

سیف علی خان که څه هم په بالیووډ کې یو کامیاب پیل درلود؛ خو په دې وروستیو کې سیف علی خان له سختې ماتې سره مخ دی. د هغه وروستی کامیاب فلم (همشکله) و، چې په ۲۰۱۴ کال کې خپور شو.

۲۰۱۷ کال کې نوموړی دوه فلمونه – رنګون او شیف (اشپز) درلود؛ خو دواړه په سینما له تاوان سره مخ شول او ناکام شول.

کپیل شرما د هندوستان مشهور کومیډی اداکار دی. له خپل همکار سونیل ګرور (ګلاټی) سره تر لفظې شخړې وروسته هر څه بدل شو. د د کپیل شرما شو ټلویزونی خپرونه ودریده، او کپیل شرما په ډیپریشن اخته شو.

د نوموړی لومړی فلم (فرنګی) هم سخت ناکام شو.

شردا کپور ۲۰۱۷ کال تر بل هر چا ډیر فلمونه درلود. نومړې درې فلمونه جوړل کړل. اوکی جانو، هاف ګرل فرینډ، او وروستی هغه یې حیسنه و.

که څه هم هاف ګرل فرینډ نیسبت نورو هغو ته ښه بازار وکړ، خو په ټوله کې درې واړه فلمونه سخت ناکام شول.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares