کرکټ بورډ دډیر ځنډ وروسته نوی روزونکی وټاکه

دافغانستان کرکټ بورد نن  دیوخبری کنفرانس په ترڅ  کې فهلیپ سیمونز د ملی لوبډلې لپاره نوی روزونکی په توګه اعلان کړ.

ویرانټ سیمونز دویسټنډیز  لپاره (۱۴۳) یوورځنې لوبوکې (۳۶۷۵ ) منډې جوړکړی دی.

سیمونز دویسټنډیز کرکټ ملی لوبډله کې دیو الراونډر په هیڅ لوبیدلی دی او دغه لوبوکې یې (۸۳) لوبغاړی هم سوزولی.

(۵۴) کلن سیمونز خپله ورورستۍ لوبه داسټرالیا پرړاندی په ۱۹۹۹م کال کې ترسره کړې وه.

سیمونز د ښې لاس توپ وهنې ترڅنګ منځنې کچې تېزتوپ اچونه هم کوله.

د روزنې په برخه کې هم د غوره تجربو درلودونکی دی او د زمبابوې ملی لوبډلې د مشر روزونکی سربیره یې د ایرلنډ او ویسټ انډیز ملی لوبډلو د مشر روزونکی په توګه هم دنده ترسره کړې ده.

د نوموړی د خدمت په موده کې د ویسټ انډیز ملی لوبډلې  شل اوریز نړیوال جام هم وګاټه.

کرکټ بورډ په وینا دوی له سیمونز سره تر ۲۰۱۹ م کال پورې قراداد ترسره کړ.

کرکټ بورډ له دې وړاندې ډین جونز دموقت وخت لپاره دملی لوبډلې روزنکی په توګه ټاکلې و،خو نن یې رسما دفهلیپ سیمونز اړه خبرورکړاو وې ویل چې سیمونز به لدې ورورسته دملی لوبډلې روزنکی په تو ګه خپله دنده پرمخ وړی.

دیادونۍ ده چې سیمونز له دې مخکې هم دکرکټ ملی لوبډلې سره دروزونکی په هیڅ دنده ترسره کړې وه.

فضل الرحیم رحیمی

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares