لوبېکابل زلمی د ۱۰ اوریزه کرکټ سیالیو دویم مقام خپل کړ

د متحده عربی اماراتو په شارج کرکټ نړیوال لوبغالی کې د ۱۰ اوریزه سیالۍ پیل شوې وې، چې پکې د ۸ هېوادونو بیلابیلو ۱۶ لوبډلو ګډون کړی و.

په دې لیګ کې د افغانستان څخه هم د کابل زلمی کرکټ په نوم د کرکټ لوبډلې د عبد الرشید ایوبی په مالی ملاتړ ګډون کړی و، چې تر پای لوبې ورسیدل.

په دغه لیګ کې د ۸ ګډون کوونکو لوبډلو څخه د (Kings UAE ) یو ای ای کینګز لوبډلې د اتلولۍ جام او کابل زلمی دویم مقام خپل کړ.

د کابل زلمی لوبډلې مالک عبدالرشید ایوبی وایی، په دې لیګ کې د خپلې لوبډلې د ګډون څخه یې هدف کورنیو لوبغاړو ته په بهرنیو لیګونو او سیالیو کې د لوبیدو زمینه برابرول دی.

نوموړی د هېواد په نورو ملی سوادګرو هم غږ وکړ، چې د لوبو په ډګر کې دې د هېواد لوبغاړو ته په بهرنیو سیالیو او لیګونو کې د ګډون او تشویق په موخه فرصت برابر کړی.

د کرکټ د ټی ټین یا ۱۰ اوریزه سیالیو پیل په دې وروستیو کې په متحده عربی اماراتو کې وشو، چې د کرکټ نړۍ مشهورو لوبغاړو پکې ګډون کړی و، خو له هغې را وروسته دا دویم لیګ د کلبونو په لیول سره ترسره شو.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares