راشد خان د BBL سیالیو درېمه لوبه کې هم دوه لوبغاړی وسوزل

راشد خان د استرالیا BBL یا بېګ باش شل اوریزه کرکټ سیالیو کې د خپلې لوبډلې لپاره په دریمه لوبه کې هم دوه لوبغاړی وسوزول.

دا د بېګ باش سیالیو دولسمه لوبه وه.

په دې لوبه کې د راشد اړوند اډیلیډ سټرایکرز لوبډلې د بریسبین هیټ لوبډلې ته په ۵۶ منډو ماتې ورکړه ، چې په دې سیالیو کې یې پرله پسې دریمه لوبه وګټله او د جدول لومړی مقام یې هم خپل کړ.

لومړی توپ وهنه اډیلیډ سټرایکرز لوبډلې وکړه او په ټاکلو شلو اورونو کې یې بریسبین هیټ لوبډلې ته د ۷ لوبغاړو په سوزیدو سره د ۱۴۸ منډو هدف ورکړ.

بریسبین لوبډله د هدف ترلاسه کولو کې پاتې راغله؛ په ۱۶،۲ اورونو کې یې ټول لوبغاړی په ۱۰۹ منډو وسوزیدل او لوبه یې د ۵۶ منډو په توپیر اډیلیډ لوبډلې ته وبایلله.

په دې لوبه کې راشد خان په خپلو څلورو اورونو کې د ۱۹ منډو په ورکولو سره دوه لوبغاړی وسوزول او توپ وهنه کې یې په دوه توپونو یوه شپږیزه هم ووهله.

راشد په لومړۍ او دویمه لوبه کې هم د کمو منډو په ورکولو سره دوه دوه لوبغاړی سوزولی وه او په لومړۍ لوبه کې یې د لوبې د غوره لوبغاړی جایزه هم ترلاسه کړې وه.

نصرت الله عمرزی

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares