خوښی موخه ده! خو څنګه؟

ټول په دې پوه یو، چې کله کله ژوند ډیر سخت او دوشوار شی. زه ډیره کله خپل وخته له هغه کسانو ته په مشوره ورکولو تېروم، چې په خپل ژوند کې له ستونزو سره لاس او ګرېوان دی، له دې ستونزو ځینې یې دومره دردونکې دی، چې ان په اړه یې فکر هم نه شی کولای، د بېلګې په توګه له یوې داسې مور سره مخ شوی یم، چې کلونه کلونه یې د خپل زوی په روزلو تېر کړی، له ماشوم توبه تر ځوانۍ پورې یې روزلی او پاللی دی، خو د سترګو په رپ کې یې په ترافیکی پېښه کې له لاسه ورکړی او یا هم داسې مشران خپلې کیسې راته کوی،

چې په کوچونیوالی کې یې له ستونزو ډک ژوند تېر کړی، زه د دې ډول کسانو ستونزې درک کوم او ورته مناسبې د حل لار په ګوته کوم. په ژوند کې ځینې نور هم داسې څه شته، چې ځورونکی دی، موږ باید له دې ډول شیانو سره د مصیبت په څېر چلند ونه کړو؛ د بېلګې په توګه یو څوک د ریاضی په ازموینه کې پاتې راځی او یا هم یو څوک له نیوکې سره مخ کیږی، موږ ډیر وخت دا ډول پېښې ډیرې جدی نیسو او د یوې ځورونکې پېښې په توګه ور سره چلند کوو.

خو ولې داسې کو؟

ځواب یې چندانې سخت نه دی. موږ انسانان تل بې له کچې د دې ډول ستونزو په مقابل کې جدی کېږو. په ډیره سادګۍ سره له خپل ذهن څخه ناوړه ګټه اخلو او خپل طبیعی تمایلات عملی کوو: باید ښه کارونه وکړو، خوښوونکی و اوسو، د بل چا د خوښې وړ وګرځو، او تل غواړو چې له انصاف څخه ډګ چلند را سره وشی؛ له همدې امله موږ خپل زیات وخت په چورتونو او فکرونو تېروو. همدغه کړنې زموږ پر معده فشار راوړی؛ چې په پایله کې ستړی او مړاوی ښکارو او د زړه د ځورونې او خفګان سبب به مو وګرځی! خو تشویش مه کوی زما سره یې حل لارې شته چې په عملی کولو سره یې کولای شئ تل خوشاله او سوکاله ژوند ولرئ.

۱- هڅه وکړئ د (( اړتیالرم))، ((باید)) او ((حتمآ)) عبارتونه له خپله ذهنه لرې وغورځوئ خپلې اړتیاوې او غوښتنې مو طبقه بندی کړئ. دغه ډول کړنې مو تفکر اراموی او خوښی پرې پوری تړی.

۲- وخاندئ او خوښ اوسئ؛ په ځانګړی ډول نقصانونه او وړې ستونزې په خپل لاس مه درته لویوئ.

په خندا کې یو مهم او اړین درس نغښتی دی: خندا نه یوازې تاسو ته د خوښۍ احساس درکوی بلکې دغه ګټې هم لری ژور خفګان او نورې دې ورته ستونزې له منځه وړی، موږ له خپلو شوخو ملګرو سره په اړیکه کې کوی، چې دغه کړنې په موږ کې د خوښ اوسېدو سبب ګرځی. لیدلی به مو وی هغه کسان، چې تل غواړی یوازې ژوند وکړی له ملګرو سره راشه درشه نه لری ډیر یې له دې ډول ژور خفګان سره مخ وی هڅه وکړی د ځان په ګډون مو نور ملګری هم له دې ستونزې خلاص کړئ.

خندا کولای شی زموږ د بدن دفاعی سیستم قوی کړی، د وینې فشارکموی، په وینه کې د اکسجین د زیاتېدو سبب ګرځی، د بدن عضلې مو نرموی او درد احساس له منځه وړی او په ټوله کې خندا موږ ته دا انرژی راکوی، چې له دې ټولو ښېګڼو سره سره به مو څېره هم ښکلې وی، ځګه ترېو تندی ښکلی کسان هم بدرنګوی.

تاسو څه ډول یاست؟

ایا تاسو هم زما په څېر یئ؟ ایا غواړئ غوښتنو اوهیلو ته مو ورسېږئ، غواړی په خلکو ګران شئ او دغه ډول له نورو خلکو سره مینه وکړئ؟ او که غواړئ تل په فکرونو کې غرق اوسئ، تل د ستونزو په اړه فکر وکړئ او له ژونده ستړی وی؟ زه په ډاډ سره وایم چې تاسو په دویمه ګتګورۍ کې راځئ. ولې تل هغه کارونه کوئ، چې، ګټه یې صفر ده او یوازې خپل ځان خرابوئ؟

ژوره ساه وباسئ او یو قدم شاته کېږدئ. تاسو باید د هغو ستونزو اومشکلاتو په اړه فکر وکړئ، چې تاسو ځوروی. هغه وخت بیا درته پته لګی، چې دغه ستونزې، چې تاسو ور سره مخ یئ د یوه غره په څېر ستونزې نه دی بلګې ډیر وړې دی او کېدای شی ډیر کسان په خپل ځان پورې وخاندی، چې ما له خپل ځان سره څه کړې، چې دې حالت ته مې ځان رسولی او په خپلو تېرو کړونو به پېښمانه وی.

ژوند وکړئ:

سخته به وی، چې له دومره ستونزو سره سره، چې تاسو یې په خپل ژوند کې لرئ وخاندی، خو که د یوه ځل لپاره هم وی دغه څلور کړنلارې تر سره کړئ، هغه وخت به بیا و وینئ او پوه به شئ، چې ډیر وخاندئ او په پایله کې له خپله ژوند خوند واخلئ.

۱- په سفر ولاړ شئ:

په دې کار سره کولای شی د هغه فکرونو له شره خلاص شئ، چې په ذهن کې مو راټول شوی او منفی ذیګنالونه خپروی، داسې فکرونه لکه: اړتیا لرم،حتمآ، مجبوریم او ضروری ده. دغه ډول کلمې مو له مرګ او ژوند سره مخ کوی خو په اصل کې هېڅ هم نشته یوازې ستاسو د خوښ اوسېدو مخه نیسی. په داسې وخت یوازې دو ټوکو ته پام وکړئ.

کارونه مو په سمه او د خوښې وړ توګه تر سره کړئ

منفی فکرونه مو د جملو په څېر ولیګئ او بیا په دې اړه فکر وکړئ، چې دا نو هسې بې مانا جملې دی او له خپل ذهن څخه یې وباسئ.

۲- د ژوند پر بې ماناو اړخونو سترګې پټې کړئ:

کله مو چې دا ډول پوچ مسایل له خپل ذهنه لرې وغورځول د خپل ځان لپاره مو د تفریح زمینه برابره کړه. ډیر به مو لیدلی وی، کله، چې د بازۍ یو ټیم بازی بایلی نو لوبغاړی یې څمره په غوسه او او د خفګان احساس کوی دغه ډول که یې کله بازی وګټله نو خوښی یې بیا یو پر دوه کیږی، تاسو هم دا ډول یۍ، که مو یو ځل د دې کړنې خوند ولید نو له خپلې دې بریا به بې له کچې خوند واخلئ.

۳- د ځان لپاره وخاندئ بې له دې چې پر ځان پورې وخاندئ:

په دې ډول شوخۍ سره کولای شئ، چې خپل ځان وپېژنئ او پر دې پوه شئ، چې له انسانانو سره خطا ملګرې ده.

۴- د خوښې وړ ټوکې مو واورئ:

ډیر کسان له دې سره مینه لری، چې ټوکې وکړی او یا له بل څخه غواړی، چې ټوکې ورته واوروی، انټرنېټی ځانګړې پاڼې له ټوکو ډکې دی، چې د عنوان له اړخه طبقه بندی شوې دی، ځینې یې بې مزې دی او ځینې نورې یې بیا ښې او خندونکې دی، هغه ولټوئ او خوند ترې واخلئ، وخاندئ او نور ته یې هم و وایئ.

ګرانو لوستونکو!

په یاد ولرئ، چې ځان خوښ ساتل تمرکز او هڅې ته اړتیا لری، تل باید د موخې له مخې کار وکړئ، داسې کار، چې وکولای شو خپله خوښې پکې وساتو. په دې برخه کې در سره خندا مرسته کوی. یو څه مو باید په یاد وی، چې ډېره خندا هم زړه وژنی. په هرڅه کې منځلاری په کار ده.

ژباړن: حمیدالله حمیدی

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares