ایران کې دپولیسو او مظاهره چیانو ترمنځ نښته رامنځته شوې

سره له دې چې د ایران حکومتی رسنۍ د تهران او اصفهان په ګډون لویو ښارونو د ارامېدو خبره کوی، خو راپورونه وایی، چې لا هم په څو ښارونو کې مظاهرې روانې دی. د ایران دولتی رسنۍ وایی، د اصفهان ښار په لنجان ولسوالۍ کې د پولیسو پر قومندانۍ برید شوی دی. د کرج ښار شمال کې هم د شپې وروستیو ګړیو کې د امنیتی ځواکونو او لاریونوالو ترمنځ خال خال جګړې شوې دی. تهران کې تېر ماښام د تیارې په خورېدلو سره د پولیسو ځانګړی کنډکونه په هغو سیمو کې مېشت شوی چې وړمه شپه پکې نارامی وه. حکومتی ادارې وایی، چې د تېرو پنځو ورځو مظاهرو کې ۲۱ کسان وژل شوی دی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares