امریکا د ایران په اړه د امنیت شورا د بېړنۍ ناستې غوښتنه کړې

متحده ایالتونو غوښتنه کړې، چې د ایران د روان وضعیت په اړه باید د ملگرو ملتونو امنیت شورا او د بشری حقونو د ادارې بېړنۍ غونډه راوبلل شی.

په ملگرو ملتونو کې د امریکا استازې نیکی هیلی په ایران کې د روانو لاریونونو په اړه باید امنیت شورا او د بشری حقونو اداره بېړنۍ غونډه راوبولی او په ایران کې د روان تاوتریخوالی او بشری حقونو د سپکاوی په اړه خبرې وکړی، خو ایران د امریکا دغه غوښتنه رد کړې او له فرانسې یې غوښتی، چې د امریکا د غوښتنې پر وړاندې اعتراض وکړی.

نیکی هیلی تېره شپه په نیویارک کې رسنیو ته وویل، په ایران کې د وروستیو لاریونونو پر مهال له شلو زیات کسان وژل شوی، سلگونه نور زندانیان شوی او نړیواله ټولنه باید د دغو پېښو په اړه پټه خوله پاتې نه شی.

هیلی په ایران کې روان لاریونونه «بشپړ خپلواک او د خپلو حقونو» لپاره بللی او د ایران هغه تورونه یې هم ناسم بللی، چې د دغو لاریونونو تر شا یې «د دښمن لاس» یاد کړی و.

د ایران مذهبی مشر ایت الله علی خامنه‌یی ویلی، چې د ایران دښمنان د دغو لاریونو تر شا ولاړ دی او خلک په هېواد کې بغاوت ته لمسوی.

سپینې ماڼۍ ویلی، چې په ایران کې د روانو لاریونونو هرکلی او ملاتړ کوی او له ایرانی حکومته یې غوښتی، چې د بشری حقونو درناوی په نظر کې ونیسی او د لاریونوالو له ځورولو او وژلو لاس واخلی.

له سپینې ماڼۍ په خپره شوې اعلامیه کې راغلی، چې پر ایران د بندیزونو لگولو سربېره نور غوراوی هم په نظر کې لری او وروستۍ پرېکړه به د کابینې په غونډه کې وکړی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سټیف گولډسټاین هم له ایرانه غوښتی، چې د لاریونوالو پر ضد له روان تاوتریخوالی لاس واخلی او همدارنگه په ټولنیزو شبکو لگېدلی بندیزونه پورته کړی.

ایران کې د روانو لاریونونو اوومه ورځ  ده او ولسمشر ټرمپ هم د دغو لاریونونو په اړه اووه ځله ټویټ کړی، دغه لاریونونه یې «د فساد او استبداد پر وړاندې مبارزه» بللې او د هغو د ملاتړ ډاډ یې ورکړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ټرمپ او نورو امریکایی چارواکو څرگندونې غندلی، دا یې د ایران په چارو کې لاسوهنه بللې ده.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares