امریکا په راتلونکو دوو ورځو کې د پاکستان په اړه اړین اعلان کوی

د امریکا له لوری پر پاکستان د ۲۲۵ میلیونه ډالرو د مرستو له بندولو وروسته د سپینې ماڼۍ ویاندې ویلی، چې امریکا له پاکستانه د ترهگرۍ ضد جگړې کې د نورو چټکو گامونو غوښتنه کوی او په راتلونکو دوو ورځو کې یې د اړین گام د اعلان یادونه کړې ده.

بل پلو په ملگرو ملتونو کې د پاکستان استازې ملیحه لودهی ویلی: «که د ترهگرۍ ضد جگړې کې زموږ قربانۍ ونه ستایل شی، موږ به له امریکا سره په همکارۍ له سره کتنه وکړو.»

په ملگرو ملتونو کې د امریکا استازې نیکی هیلی پر پاکستان د دوه مخې لوبې تور پورې کړی، چې «له امریکا سره دوه مخیزه لوبه کوی او له همدې امله پرې موږ ۲۲۵ میلیونه ډالره مرسته بندې کړې ده.»

د نیکی هیلی له څرگندونو یو ورځ وړاندې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په یوه ټویټ کې پاکستان د ترهگرۍ په ملاتړ تورن کړی و او زیاته کړې یې وه، چې «امریکا پاکستان ته له ۳۳ میلیاردو زیات ډالر ورکړی، خو پاکستان یې په مقابل کې تل درواغ او چل کړی دی.»

ټرمپ د امریکا له لوری پاکستان ته د میلیاردونو ډالرو ورکول «بې عقلی» بللې ده.

د سپینې ماڼۍ ویاندې ساره سنډرز په نسبتی نرمه ژبه له پاکستانه غوښتی، چې «اسلام اباد د ترهگرۍ ضد جگړې لپاره ډېر څه کولای شی او باید و یې کړی.»

د سپینې ماڼۍ ویاندې ویلی، چې تمه ده د پاکستان پر ضد د نورو گامونو اعلان په راتلونکو دوو ورځو کې وشی، خو دا یې نه دی ویلی، چې دغه گامونه به څه وی؟

پاکستانی چارواکو په خپلو رسنیزو ویناوو کې د امریکایی ولسمشر د ټویټ په غبرگون کې توند ځواب ویلی، خو په رسمی غبرگون کې یې له امریکا غوښتی، چې د تورونو لگولو پر ځای باید د گډې همکارۍ زمینه برابره کړی.

تېره شپه د پاکستان لومړی وزیر شاهد خاقان عباسی د پاکستان د ملی امنیت شورا بېړنۍ غونډه راغوښتې او په دې اړه یې د ملکی او پوځی چارواکو نظرونه غوښتی دی.

له دغې ناستې وروسته د پاکستان دفاع وزیر خرم دستگیر رسنیو ته ویلی، چې د ملی امنیت شورا په ناستې کې د ټرمپ او نورو امریکایی چارواکو په گواښونو خبرې شوی دی.

خرم دستگیر دا هم ویلی، چې د امریکا او پاکستان اړیکې تر صفر درجې ښکته شوی او شونې ده، چې امریکایی پوځیان په پاکستان کې عملیات هم وکړی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares