ساینس او ټیکنالوژی۲۰۱۷ کال د مسافر وړونکو الوتکو لپاره تر ټولو خوندی کال بلل شوی

رویټرز خبری اژانس د الوتنو د یوې مشورتې ادارې او د پروازونو د خوندیتوب شبکې په حواله لیکلی، چې ۲۰۱۷ کال په تیرو څو لسیزو کې د مسافر وړنکو الوتکو لپاره تر ټولو خوندی کال و.

د ای ایس اِن (ASN) په نوم د پروازونو د خوندیتوب شبکې د دوشنبې په ورځ په خپور کړی راپور کې ویلی، چې په ۲۰۱۷ کال کې د تجارتی الوتکو د الوتنو پر مهال د مرګ و میر کچه په نیشت حساب وه.

د راپور په اساس، تیر کال د سوداګریزو الوتکو ټکر یواځې صفر عشاریه صفر شپږ د یو میلون الوتنو په سر حساب شوی. یا په بل عبارت، په ۱۶ میلونه پروازونو کې یواځې یو پرواز ټکر کړی.

راپور وړاندې لیکی، په تیر کال کې د مسافر وړونکو الوتکو ۱۰ مرګونې ټکرونه شوې، چې پکې ۴۴ سپرو او ۳۵ په میدان مسافرو او کارکوونکو ته تلفات اوښتی.

په دې شمیره کې هغه ۱۲ وژل شوی هم شامل دی، چې د ۲۰۱۷ کال په وروستۍ ورځ په کوستاریکو کې یوه چورلکه له الوتنې څو لحظې وروسته په یوه غریزه سیمه کې ولویده.

وړم (۲۰۱۶) کال د الوتنې پرمهال ۱۶ مسافر وړونکې الوتکې لویدلی، چې پکې ۳۰۳ کسان وژل شوی دی.

۲۰۱۷ کال تر ټولو مرګونې پیښه په قرغزستان کې وشوه. دغلته یوه ترکۍ چورلکه له کرښې ووته، چې پکې ۴ سپاره او ۳۵ نور کسان په ځمکه ووژل شول.

د الوتنو د خوندیتوب اداره وایی، چې تیر کال هم د چورلکو د ټکر او هم د تلفاتو شمیره په بې ساری ډول کمه شوې ده. له همدې امله ۲۰۱۷ کال د الوتنو په برخه کې تر ټولو خوندی کال بلل شوی دی.

له تیرو دوو لسیزو را په دیخوا د چورولکو د لویدنې او پکې د مرګ ژوبلې کچه په تدریجې ډول کمه شوې ده.

۲۰۰۵ ز کال کې د الوتکو د ټکر او لویدنې له امله تر ۱۰۰۰ ډیر خلک مړه شوې وه.

۲۰۰۹ کال په فیبروری کې د متحده ایالاتو یوه چورلکه په نیویارک کې له الوتنې څو لحظې وروسته ټکر شوه، چې پکې ۵۰ کسان ووژل شول.

۲۰۱۵ کال په مصر کې یوه مسافر وړونکې الوتکه ولوېده، چې پکې تر ۱۰۰ ډیر مسافرین مړه شول.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares