پنځه پوښتنې چې ساینس یې ځواب نه شی ویلی

ساینس ټولو پوښتنو ته ځوابونه نه لری، البته د ځینو پوښتنو داسې ځواب وایی چې باور پرې کولی شئ.

البته ساینس هم دا نه وایی چې یوې مسلې ته یې کوټلی ځواب موندلی. ساینسې څیړنې او نظریې ، دا هغه څه پر بنسټ ځوابونه دی چې تر دې مهاله پرې موږ پوهیږو. ددې امکان شته چې کلونه وروسته انسان په نورو پټو رازونو پوه شی او ډیرې اوسنۍ ساینسی څیړنې باطلې شی.

البته دین بیا د ډیرو مسلو په اړه پاخه او کوټلی ځوابونه لری.

خو دلته موږ پر پنځو داسې مسلو خبرې کوو چې ساینس ورته لا په کوټلی ځواب موندنې نه دی توانیدلی.

ایا مځکه د شمسی نظام یوازینۍ سیاره ده چې ژوند په کې شته؟ ایا موږ یوازې یوو؟

دې ته په کتو چې د ستر خالق خلق کړی کاینات ډیر پراخ دی له شمیر وتلې فضایی اجرام او بې شمیره شمسی نظامونه وجود لری، دا څرګندیږی چې موږ یوازې نه یوو او ښایی لرې او نژدې په دې فضایی اجرامو او شمسی نظامونو کې د ژوند نورې بڼې هم واوسی.

خو تر دې مهاله د پرلپسې هڅو سربیره، انسان تر مځکې اخوا په کومه بله سیاره کې د ژوند څرک نه دی لګولی. تر اوسه ساینس دقیق نه پوهیږی چې موږ په سیارو کې یوازی ژوندی یوو که نه بل چیرې هم ژوند او ‌ذکاوت بڼې شته.

درمل ډوله څیزونه څنګه اغیز کوی؟

ډیر کله ځینې ناروغانو ته داسې درمل ورکول کیږی چې مشخص کیماوی مواد نه لری. خو بیا هم اغیز کوی. ولې او څنګه؟ د بیلګې په توګه د درد لپاره ځینې کارول شوی درمل چې اغیز کړی وروسته معلومه شوې چې اصلا درد وژونکی درمل نه وو.

ښایی د ناروغانو دردونه او ناروغۍ ذهنی او عصبی تړاوونه ولری او یا دا چې د درملو سره د انسان په ذهن کې د رغیدو هیله پیدا کوی او دا هیله د وجود خپل کیماوی مواد د رغښت لپاره په فعالیت راولی. هر څه چې دی خو تر اوسه پورې دا نه ده څرګنده چې ولې درمل ډوله څیزونه اغیز کوی؟

انسانان ولې خوب وینی؟

موږ ولې ښه او خراب خوبونه وینوو. ولې مو ځینې یاد او ځینې هېر وی؟ ساینس تر اوسه دې پوښتنې کوم ځواب نه دی موندلی. که څه هم ځینې ساینسی څیړنې وړاندیز کوی چې ښایی انسان ځکه خوبونه وینی چې مغز یې معلومات خوندی کړی، ارام اوسې او اندېښنې تصفیه کړی. خو دا یوازې اټکلی څیړنې دی او تر اوسه ساینس په دې اړه چې انسان ولې خوب وینی؟ کوټلی او په تجربه ثابت ځواب نه لرې.

له فضایی تورو سوریو( black holes) اخوا څه دی؟

بلاک هولز یا فضایی تورې سوړې په خلا کې د اوبو ګردابونو ته ورته له انرژۍ ډک راښکونکی دی. دې ته چې هر څه نژدې ورځې په کې ورکیږی، فضایی اجزام او ان سیاری په خپل وجود کې ورکوی. خو دا چې دا هر څه چیرې ځی تر اوسه پورې یې ساینس په اړه هیڅ پته نه ده لګولې.

په دې برخه کې ساینس پوهان نه دی توانیدلی چې د البریټ اینشټاین د نسبیت د تیورۍ او د کوانټم فزیک ترمنځ تړاو ومومی. د اینشټاین په خبره فضایی تورې سوړې بالاخره په خپل ‌ذات کې رانړیږی. خو د کوانټوم فزیک پر بنسټ د داسې څیزونو موجودیت ممکن نه دی.

د ساینس د تیوریو ترمنځ دا توپیر ښیی چې موږ تر اوسه هغه وسایل او مفاهیم نه لرو چې د فضایی تورو سوریو په اړه چې په بله خوا کې یې څه دی؟ پوه شو.

جاذبه څنګه کار کوی؟

مځکه د شمسی نظام د یوې سیاری په توګه د جاذبې قوه لری. چې پر بنسټ یې پر دې کرې اوسنۍ بڼه او پرې د موجودانو شتون ممکن شوی دی. موږ په دې پوهیږو چې په فضایی سیارو او اجزامو کې څومره چې یو څه غټ او ستر وی هومره ډیر خپل مدار ته څیزونه راکاږی. خو دا ولې؟ په دې اړه تر اوسه کوم ځواب نه شته.

په داسې حال کې چې قوه له جاذبې مختلفه ده، دا روښانه نه ده چې څه شی اتومونه له یو بل سره یوځای ساتی. په اصل کې جاذبه څه شی دی؟

په فزیک کې د جاذبې په اړه شته ناپوهی د فضایی تورو سوریو په مشکل کې هم رول لری.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares