پر بربنډو فلمونو اعتیاد او د خلاصون لار

په وروستیو کلونو کې ځینې په دې تېروتنه چې ګواکې د دغسې وېډیوګانو په کتلو ورته ځان ماډرن ښکارېده او ځینې یې د ټولنیزو محرومیتونو له امله د بربنډو وېډیو کلیپونو په کتلو معتاد شول چې اوس یې په ټولنه کې یوه لویه ستونزه را ولاړه کړې ده.

په دې برخه کې یوازې وېډیو کلیپونه نه دی، بلکې د لوڅو او بربنډو عکسونو، تر نیم ساعت د اوږدو فلمونو او کتابونو پرېمانی، ځینې هغه ځوانان او نجونې هم له لارې ایستلی چې ودونه لری، خو بیا یې هم د یوې خیالی اړیکې له‌پاره د ژوند له ملګری سره مخه ښه کړې ده او ورځ تر بلې ځان غرقوی.

له بده مرغه پر دغسې فلمونو او عکسونو اعتیاد یوازې په نارینه، یا یوازې په ښځه پورې اړه نه لری، بلکې دواړه ورباندې روږدی کېږی او په ډېری سیمو کې خو کیسه تر داسې ځایه رسېدلې ده چې داسې مېرمن او خاوند به نه وی چې له دوی څخه، یو یې د لوڅو فلمونو په کتلو معتاد نه وی.

دغه اعتیاد د کورنۍ په ماشومانو هم بد اغېز پرېباسی او په راتلونکی کې په غیرشعوری توګه په لوڅو فلمونو متعاد ماشومان ټولنې ته راوځی.

کله چې نارینه یا ښځه د دغسې فلمونو په کتلو روږدی کېږی، تر هر څه لومړی یې د ژوند له ملګری څخه زړه ورټولېږی. د دوی په خیال کې یو اډیال نارینه یا اډیاله ښځه هماغه د فلمونو ښځه وی او بیا له خپلې مېرمنې یا خاوند سره د تېر په څېر اړیکه نه شی ساتلای، که یې ساتی هم، هماغه غوښتنې ورڅخه لری چې یوازې د بربنډو فلمونو لوبغاړی یې پوره کولای شی او دا د هر انسان د وس خبره نه ده. په نتېجه کې کورنی ژوند له همدې ځایه د خرابېدو پر خوا ځی.

پر بربنډو فلمونو معتاد به څنګه پېژنو؟

که مو خاوند یا مېرمن او یا ملګری پرته له کوم معقول عذر څخه، له تاسې سره اړیکې سړوی، لږ درسره پاتې کېږی، زیات وخت یې سروکار له کمپیوټر یا موبایل سره وی، د جنسی اړیکې پر مهال درڅخه نابلده غوښتنې ولری، یا یې مخکې درسره په شواروز کې څو واره جنسی اړیکه ټینګوله، اوس یې نه‌شی کولای، پوه شئ چې مقابل اړخ د اعتیاد مرحلې ته رسېدلی دی.

له معتاد سره څه وکړو؟

که پوه شوئ چې خاوند یا مېرمن مو په دغه اعتیاد اخته ده، د دې پر ځای چې و یې رټئ، زړه ورنږدې کړئ. هغه مهال چې پوه شئ چې زړه یې جنسی اړیکې ټینګولو ته کېږی، تاسې اقدام وکړئ. هڅه وکړئ چې له مقابل اړخ سره د جنسی اړیکو نیولو کچه ورو ورو زیاته کړئ. باور ولرئ چې حقیقی جنسی اړیکه په لسګونو ځله تر خیالی هغې ډېره ښه ده.

په دې سربېره فکر وکړئ، کېدای شی ستاسې د ژوند ملګری له یوې بلې ستونزې کړېږی، هغه پیدا کړئ، خبرې ورسره وکړئ او د حل لار یې ولټوئ.

که بیا هم ډاډه واست چې د بربنډو فلمونو په کتلو متعاد دی، هڅه وکړئ هغه وخت چې هغه یوازې وی، په څنګ کې یې و اوسئ، له اولادونو سره مینې ته یې وهڅوئ او کوښښ وکړئ د دین او مذهب په برخه کې یې لېوالتیا زیاته کړئ.

#سرخط ورځپاڼه

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares