فیسبوک تر ۱۳ کلنې د کم عمر ماشومانو لپاره نوې میسنجر پیلوی

  • لیکنه: بریان لین
  • ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل –

فیسبوک د لومړی ځل لپاره ماشومانو ته (هغه ماشومان چې عمرونه یې له ۶ څخه تر ۱۲ وی) د پیغام استولو یو نوی مسینجر جوړوی.

دا لومړی ځل دی، چې فیسبوک د دیارلس کلنۍ څخه ټیټ عمره ماشومانو ته خپل خدمات وړاندې کوی. د ټولنیزو رسنیو په ډګر کې، دغې سترې ټولنیزې رسنۍ یو اپلکیشن پیل کړی، چې پر مټ به یې ماشومان وکولی شی د فیسبوک له لارې پیغامونه سره تبادله کړی.

دغه وړیا خدمت د ماشومانو مسینجر (Messenger Kids) په نوم یادیږی، چې باید د ماشومانو د مور پلار له لوری د ماشومانو په ګرځنده ټیلفونونو کې فعال شی. وروسته له فعالیدلو، مور پلار کولی شی چې د خپل فیسبوک اکاونټ په څیر خپل ماشوم ته هم فیسبوک اکاونټ جوړ کړی. وړاندې له دې چې ماشوم یې له خلکو سره د خپل فیسبوک له لارې په اړیکه کې شی، مور پلار باید د خپل ماشوم د فیسبوک اکاونټ ټولې د ملګرتیا بلنې قبولې کړی او یاهم د خپل د ماشوم ملګرو ته د ملګرتیا بلنې ورولیږی.

د ماشومانو له مسینجر (Messenger Kids) څخه یوازې هغه ماشومانو ګټه اخیستی شی، چې عمرونه یې د (۶-۱۲) ترمنځ وی او اوسمهال دغه اپلکیشن یوازې او یوازې د امریکې په متحده ایالاتو کې شته.

تر دې دمه دغه اپلکیشن یوازې د اپل (IOS) عامل سیسټم لپاره جوړ شوی دی، چې په بریښنایی سکرین لرونکو وسیلو لکه، ایپډ (iPad)، ایفون (iPhone) او ایپوډ (iPod) کې ترې ګټه اخیستل کیږی. همدارنګه، په راتلونکی کې به نورو بریښنایی وسایلو ته هم جوړ شی.

د دغه اپلکیشن له لارې ماشومان کولی شی، چې انځورونه، ویډیوګانې او پیغامونه واستوی؛ غږیز پیغامونه او ځینې نور مسایل به په نیږدې راتلونکی کې وراضافه شی.

همداراز، فیسبوک له (۱۳) کلنۍ کم عمره ماشومانو ته دا اجازه نه ورکوی، چې پخپله خپل ځان ته فیسبوک اکاونټ جوړ کړی. د متخصصینو په وینا، که څه هم ښایی تر دې دمه به په ملیونونو ماشومانو په پټه یا غیرې قانونی توګه خپل ځان ته فیسبوک اکاونټونه جوړ کړی وی.

فیسبوک زیاتوی، دغه اپلیکیشن د دې په موخه جوړ شوی چې د ماشومانو د پیغام لیږلو اړتیا پوره کړی او والدینو ته یې دا اجازه ورکړی، چې په خپلو ماشومانو بشپړ کنټرول ولری. همداراز، دغه کمپنۍ په دې باور ده چې دغه نوی اپکیشن به د ماشومانو د ساعتیرۍ لپاره خوندی حل لار وی ترڅو له خپلو ملګرو او د کورنۍ له غړو سره په ډاډه توګه خبرې اترې وکړی او د خطر احساس ونکړی.

همدارنګه، د فیسبوک کمپنۍ داهم ویلی، چې دوی لومړۍ له زرګونو والدینو او د ماشومانو د لویولو له متخصصینو سره د دغه اپلکیشن د جوړولو په اړه خبرې کړی او وروسته بیا لاس په کار شوی دی.

د پیغام لیږلو په دغه اپلکیشن سره ماشومان او یاهم د هغوی مور پلار کولی شی په هر وخت کې هر راز ګواښوونکی نمبر بلاک کړی. همدارنګه، دوی داهم کولی شی هر ډول ګواښوونکی او یاهم ناغوښتی پیغام ریپورټ کړی. کله چې یو ماشوم یو څه ریپورټ کوی، نو مور پلار به یې هم ترې خبریږی. پیغامونه د ماشومانو له لوری نه شی پټیدلی.

د فیسبوک کمپنۍ داهم زیاته کړې، چې دغه د پیغام لیږلو مسینجر نه سوداګریز اعلانونه خپروی او نه هم د بازار موندنې اړوند مسایل راغونډوی. د امریکا د متحده ایالاتو د ماشوم د حقونو د ساتلو ادارې په دغه اپلکیشن کې د سوداګریزو اعلانونو او پرلیکه خدمتونو خپرول منع کړی او پرته د ماشوم د مور یا پلار څخه، بل څوک حق نه لری چې د دغو خدمتونو انتخاب روښانه کړی.

دغې کمپنۍ داهم ویلی، چې ترڅو یو ماشوم دیارلس کلنۍ ته نه وی رسیدلی، نو په غیر ارادی (اټوماټیک) ډول به دی عادی فیسبوک مسینجر او یاهم فیسبوک ته ورداخل نه شی.

خو بل خوا بیا ځینو خلکو د دغه اپلکیشن په جوړیدو اندیښنه ښودلې او د دغه خدمت د وړاندې کولو ترشا یې د فیسبوک د رښتینې ارادې غوښتنه کړې.

د غیر انتفاعی ګروپ (ټولییز شعور) مشر جیمز سټیېر (James Steyer)، چې هدف یې د ماشومانو لپاره د خوندی ټیکنالوژۍ او رسنۍ برخې پراختیا ده، ویلی دی: “د ماشومانو د پیغام لیږلو په مسینجر باندې د میندو او پلرونو کنټرول یوه ښه او پرځای نظریه ده.”

د فیسبوک کمپنۍ په یوې خبر پاڼې کې ویلی، د ډیجیټلی ډیموکراسۍ مرکز، په نوی مسینجر کې د فیسبوک “خوندی دیوال” ته ورته نوښت ستایلی دی او د فیسبوک دغه نوښت د دې څرګندویی کوی، چې فیسبوک غواړی د مسوولیت منونکو او مخ پر ودې شرکتونو په چارو کې چې د صنعتی ښودلیکو اساس تشکیلوی، د مشرۍ رول ادا کړی.

خو فیسبوک پر خپله خبر پاڼه کې داهم زیاته کړې، چې د ماشومانو پر روانی او رسنیزه وده د دا ډول ټیکنالوژی د اغیز د پوهیدو لپاره لا هم وختی دی. دوی له میندو او پلرونو، ښوونکو او د فیسبوک د کمپنۍ له چارواکو غوښتی چې د دا ډول خدمتونو کلک څار دې وکړی او که اړتیا لیدل کیږی، نو په اپلکیشن کې د بدلون او یاهم د ځینو شیانو د اضافه کیدلو وړاندیز دې وکړی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares