شیدې ولې پوستکی ځوان ساتی

نن سبا په نړۍ کې ګڼ شمېر ښځې او نارینه خپلې ډېرې پیسې په سینګار توکو لګوی څو ښایسته ښکاره شی او پوستکی یې خراب نه شی؛ خو شیدې بیا هغه څه دی چې هم ارزانه دی او هم پر ښایست سربېره، د روغتیا لپاره ګټورې دی. په شیدو کې شته مواد د پوستکی د زړښت مخه نیسی، ځوان او تازه یې ساتی. په شیدو کې شته لاکتیک اسید د بدن پوستکی ته یو پوښ ورکوی، چې د دغه پوښ ځلا په پوستکی کې د ښایست لامل کیږی. څېړنو ثابته کړې ده، چې په شیدو کې شته ویټامین B12، پروټین او کلسیم د پوستکی د خرابېدو او وچېدو مخه نیسی. تر ډېره په هغه کریمو کې چې د مخ د نرموالی لپاره کارول کیږی، لاکتیک اسید شتون لری چې دغه ماده په زیاته کچه په شېدو کې هم موندل کیږی. دغه راز که په اونۍ کې یو یا دوه ځله د شیدو له ماسک څخه ګټه واخیستل شی، له وخت مخکې د زړښت او د مخ د پوستکی د ګونځې کېدو مخه نیسی. دغه راز که په ورځنی ډول یو ګیلاس شیدې وڅښل شی، د روغتیا لپاره ګټورې دی، غاښونه، نوکان او وېښتان هم روغ ساتی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares