د هند د فلمونو د سانسور ادارې جنجالی فلم ته اجازه ورکړه

د هند د فلمونو د سانسور ادارې د بالیووډ هغه فلم ته د خپرېدو اجازه ورکړه چې د یوې هندویې ملکې او مسلمان پاچا پر اړیکو جوړ شوی دی.

د سختدریځو هندوانو ګوند یوه مشر د دې فلمی ستوری د وژلو پر سر نژدې یو نیم ملیون ډالره انعام ایښی و.

د هند د فلمونو د تصدیق مرکزی ادارې د پادمواتی (Padmavati) فلم په اړه دا پرېکړه پرون /شنبه/ په داسې حال کې وکړه چې د هندوانو سختدریځو ډلو اعتراضونو ته دوام ورکړ.

په نوومبر کې د هند سترې محکمې په نړۍ کې د دغه فلم د خپرېدو د مخنیوی لپاره د یوه مدافع وکیل غوښتنلیک رد کړ.

د هندوانو ځینو ډلو او دغه راز د واکمن بهارتیا جنتا ګوند یو شمېرغړیو دا فلم غندلی، د هغه ډایرکتر یې تورن کړی چې په دې فلم یې تاریخ زیانمن کړی دی.

دې فلم د هندوانو د راجپوت د کورنۍ له ملکې پدماوتی سره د مسلمان پاچا علاالدین غلجی د مینې کیسه انځور کړې ده.

د پادماواتی (Padmavat) کیسه په همدې نوم د ۱۶ پېړۍ له یوه تصوفی حماسی شعر څخه اخیستل شوې ده چې د راجپوت یوه زړه وره او ښکلې ملکه د دې لپاره چې د ډیلی پښتون پاچا علاالدین غلجی (خلجی) یې ژوندۍ ونه نیسی، غوره ګڼی چې ځان ووژنی.

د پېړیو په اوږدو کې دا حماسه، سره له دې چې تاریخی اسناد یې نشته، په تاریخ بدله شوې ده.

د هریانا د شمالی ایالت د بهارتیا جنتا ګوند مشر سورج پال امو تېره (نوومبر) میاشت د فلمی ستوری دیپیکا پادوکون (Deepika Padukone) او د فلم جوړوونکی سنجې لیولا بهانسال پر سر جایزه اعلان کړه.

د دغه فلم جوړوونکی یا پرودیوسر د فلم خپرول، چې ټاکل شوې وه د دسمبر په لومړۍ یې په سینماګانو کې خپور کړی، وځنډاوه.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares