د مرکزی بانک له پخوانی مرستیال سره د مرکې دویمه برخه

ځلاند: زړو افغانیو څنګه خپل ارزښت له لاسه ورکړ؟

هډه وال: پدېکې شک نشته چېکورنیو او بهرنیوجګړو افغانستان ته داسې ناخوالې راوړېچې لسیزې لسیزې به تېرې شی خو دا بدبختۍ به ادامه ولری. حتا که امنیت هم راشی، پداسې کلونو چې دنیا له هر اړخه پرمختګ او رشد کاوه،افغانستان دبقا جګړې سره لاس او ګریوان وه. د روسی ښکېلاک او تېری شروع دطالبانو تر دورې، ټول کلونه افغانستان بدبختۍ کېتېر کړه او دنیا مخکې لاړه. زموږ نظامی، اجتماعی او اقتصادی بنسټونو سره داسې نه هېرېدونکې او نه بښونکې جفاګانې وشوېچې افغان ولس او تاریخ به یېهېڅکله ونه بښی.

هر هېواد د خپلې پیسی ارزښت دخپل اقتصادی وضعیت پر اساس ټاکی او څارنه ترې کوی. زموږ پیسه افغانۍ هم له شروع څخه تر سردار داود خانه په همدې اقتصادی منطق چلیده. له کمونسی کودتاه وروسته چې د نظام ستنې په لړزېدو شوې او د زیربنایی جوړښتونو دانکشاف څخه نظام جنګ او دکتاتورۍ ته مخه کړه،هېوادله اقتصادی پلوه په تدریجی شکل رکود سره مواجه شو،حکومتونو دخپلو جنګی مصارفو لپاره ترڅو خپل قدرت ته دوام ورکړی یوازنۍ لار دملت خزانې ته لاس اچول ولیدل، پدېمعناچې دپیسو بې کنتروله او بې اساس چاپ او بیا دا پیسې په چلش یا بازار ته وړاندې کول وه. ددې چاپ او بازار ته وړاندې کولو اساسی متضررین همدا بې چاره او مظلوم ملت و. زموږ پیسه دمختلفو ادوارو څخه تېره شوه، دسردار داود خان له دورې وروسته پیسه بې اساس چاپ کېده او بازار ته عرضه کېده حتا تر دې سرحده ورسیده چې دمجاهدینو دحکومت په وخت کې لس زریز بانکنوټونه چاپ او بازار ته وړاندې شول، بیا وروسته منطقوی یا ساحوی بانکنوټونه چې دوستم چاپ کړی وه او دهمدی په نوم یې شهرت درلوده دهېواد په شمال کې په بعضو برخو کې چلش او دوران کې وو. خلاصه دا چېهېڅ ارقام او شمېر معلوم نه وه چې په هیوادکې څومره پیسه چلش کې دهاو دکومې پشتوانېپر اساس چاپ شوې ده. البته طالبان سره لدېچې اقتصادی پوهه یې ډېره کم رنګه وه ولې بیا یې هم داجرات ونکړ چې یا نوېپیسې چاپ کړی اویا نوی بانکنوټونه پخپل نوم بازار ته وړاندې کړی. ددې ترڅنګ یې دا کوشش کړی وچې دا افغانۍ له منځه لاړې شی او باارزښت او کنترول شوې پیسه بازار ته وړاندې کړی. دا هم یو منل شوی حقیقت دی چې په هېڅ یوه دوره کې، هېڅ یو نظام دافغانیو پشتوانه چې طلا او با ارزښته اثار دی او دبانک مرکزی په خزانه کې پراته دی متضرره نشوه. دا اوازه مطلقه غلطه ده چې یا مجاهدینو او یا طالبانو خزانې ته لاس رسی نه درلوده،خزانه پدې دواړو دورو کې خلاصه شوې خو متضرره شوې نده. البته دطالبانو له سقوط وروسته ځینې ولایتی خزانو کې کمبود پیدا شو چې بیا ورته هیتونه وټاکل شول ترڅو کمبود د دولت په ضرر محاسبه کړی خو شواهد داسې وچې خزانه طالبانو ځان سره نده وړېبلکې محلی وروستی واکدارانو چور کړې وه.

ځلاند: نوې افغانۍ څنګه رامنځته شوې؟

هډه وال: دا لنډه او مختصره کیسه وه چې دافغانیو د ارزښت،چلند،پشتوانه او اقتصادی ارزښت په مختلفو ادوارو کې و. اوس راځو پدې بحث کوو چې پورتنیو حقایقو سره سره، دطالبانو دسقوط وروسته دحامد کرزی په دوره کې څنګه افغانۍ تبدیله او یوه با ارزښته پیسه شوه. خو په ټولو کې دا به عدالت نه وی چې دښاغلی داکترانوارالحق احدیهڅې،جرات او پوهه پدې برخه کې ونه ستایو،همدارنګه د اوسنی جمهور ریېس اشرف غنی چې دمالیې زیر و، قاطعیت په هغه وخت کې او حمایه ددې سبب شو چې دا پروسه کامیابه شی.

شپاړس کاله د مخه مو دافغانستان پولی سیاست په نوی اقتصادی تګلارې چې ازاد بازار ګڼل کېږی او د افغانستان اساسی قانون منلی تغیر او د دې هېواد پیسه یا کرنسی مو بدل کړه. بېشمېره افغانۍ چې په کانتینرونو کېدلې دبازار څخه ټولې کړېحتادوستمیو پیسو لپاره هم معیار وټاکل شو ترڅو ټولې شی. دا کار ډېر ستونزمن او مشکل وه،هغه ځکه چې نه مو ځمکنی ترانسپورت جوړ و او نه مو هوایی امکانات درولودل. البته دوه انتخابه مو درلودلچې دا پروسه یی کامیابه کړه:

اول. نړیوالو راسره صادقانه همکاری وکړه او هوایی ترانسپورتی امکانات یې راکړل؛

دوهم. امنیت مو درولوده، ټول هېواد په امن کې و او خلک دهوساینې لپاره ډېر خوشحال او پرامید وو.

دپیسو دټولولو په دوران کې عجیبې او غریبېکیسې هم پیدا کېدلې. مثلا یو قومندان څو کانتینره نوی کاغذ پوشه افغانۍ دتبدیلو لپاره راوړېچې چلند کې نوې،خپل یو ملګریهېوادیې ورته چاپ کړې وې. کرزی صاحب ددې پیسو دمنلو او اخستلو ډډه وکړه. دا چې شمیر ډېر زیات وه نو ښاغلی احدی صاحب د خپلې زیرکتیا پر اساس پریکړه داسې وکړه چې دهر صراف راټولی شوی پیسی نمونی بنډلی وشمارو که پوره وی ټولې پوره حسابوو او که کمی وی،بیایې په یوه فیصدۍ جریمه کوو.همداسې وشول او پروسه مو د راټولولو مخکې ولاړه.

وروسته د دې لپاره چې پیسه مو با اعتماده او مستحکمه ساتلې اوسی، د نوی پولی سیاست د مبادلې نرخ نهایت (دافغانیو نرخ د ډلرو او نور اسعارو په مقابل کې) ارزښتمن وه، د دې لپاره یو اوږد بحث او تحقیق تر سره شو چې وروسته په پایله کې دا پرېکړه وشوه ترڅو د دې هېواد پیسه یعنی د افغانۍ نرخ باید ازاد بازار ته پرېښودل شی څو دعرضې او تقاضا په اساس یې بازار نرخ وټاکې ، البته مرکزی بانک باید وخت نا وخته په لاندې دلایلو مداخله وکړی، ترڅو افغانۍ په تدریجی شکل خپل اعتبار او ثبات وساتلی شی،خو دا مداخله باید په داسې شکل ونه شی چې اساسی هدف له یاده وباسی او د تبادلې نرخ غیرمستقیم هدف وټاکل شی، هغه ځکه چې د بانک هره رهبری کوښښ کوی چې د تبادلې نرخ مستحکم ووسی ولو که اړتیا یې مداخلې ته هم نه وی،دلیل یې دا دی چې دعامه خلکو قضاوت او حتا د دولت قضاوت هم د مرکزی بانک دکامیابېدو او لاسته راوړنې یې تر افغانۍ پورې منوطې کړې دی، خو خپله بانکداران او د پسو نړیوال صندوق له دې خبرې سره تفاهم لری چې دپیسو ارزښت مهم دی، خو تردې حده چې اساسی اهداف تر اغېز لاندې نه کړی.

مونږ هم ددنیا دپولی سیاستونه مطالعه او هغه معیارونو چې ټوله دنیا کې مروج دی دپیسو دثبات او استحکام دساتلو لپاره معرفی او کار مو پرې شروع کړ،خلاصهیې څه داسې ده:

اول. مطمین،باورمند او قوی بانکی نظام چې خصوصی سکتور هم پکې ونډه ولری باید دپولی سیاست حمایتګر او ملاتړ کوونکی اوسی. دبانکدارۍ انکشاف،جوړښت او تهداب به بیا جدا بحث کړو.

دوهم. دپیسو په بازار کې دافغانیو د ارزښت ساتلو لپاره مداخله (عملیات بازار) چې اسناد بهادار او لیلام داسعارو پدې برخه کې راځی.

درېیم. دپولی سیاست لپاره په تجارتی بانکونو کې دخلکو دپیسو څخه یوه فیصدی ذخیره اخستل. دا هم یو جدا بحث دی چې ما په مختلفو مراحلو کې پرې بحث کړی.

پورتنی درېواړه شرایط دیوبل تابع او یوځای کار کوونکې دی،هریو یېچې جدا شی هدف داساسی لارې منحرف کوی.

ځلاند: په دنیا کې د پیسو د تبادلې کوم نظامونه شته او افغانیو کوم غوره کړی؟

هډه وال: دپیسو دنرخ دتبادلې مختلف نظامونه په مختلفو هېوادونو کې عملی کېږی،هر هېواد دخپل مملکت اقتصادی وضعیت ته په کتو سره دخپلو پیسو د ثبات او استحکام لپاره تګلاره ټاکلې او په هغه شکل یې پیسې تبادله کېږی. دتبادلې معتبر سیاستونه په لاندې ډول دی:

لومړى: ثابت نرخ یاFix Exchange Rate

دویم:متغیر نرخ یا Floating Exchange Rate

بیا دوه نور قسمونه د نرخ دتبادلې دی چې اساسی ماخذ یې همداپورتنی دوه اقسام دی:

لومړى: مدیریت شوی متغیر نرخ Managed Floating Exchange Rate

دویم: زیات نرخونه یاMultiple Exchange Rate

او داسې نور بېلابېل اقسام د مختلفو هېوادونو مرکزی بانکونو د خپل هېواد دپیسو سیاست یا پولی سیاست لپاره ټاکلی او تعقیبوی یې،خو راځو اصلی موضوع ته چې دافغانیو دتبادلې نرخ دی. دافغانیو دتبادلې لپاره مدیریت متغیر نرخ ټاکل شوی او کلونه کېږی چې همدا تعقیبیږی. سره له دې چې پورتنی اقسام وجود لری، خو زه خپله په لومړنیو دوو قسمونو باور او عقیده لرم او دا نور قسمونه له دې څخه استنباط شوی او د هېوادونو له خپل اقتصاد سره سم اعیار کړی اقسام بولم.

د افغانستان بانک دقانون د دویمې مادې لومړی بند پر اساس، دهېواد مرکزی بانک اساسی هدف دقېمتونو کنټرول اوثبات دی، د دې هدف لاسته راوړلو لپاره مرکزی بانک د پیسو چلش وسیله ګرځولی البته چلش څخه مراد دټولو افغانیو چې د Reserve اصطلاح ورته استعمالیږی ګڼل کېږی، نه د پیسو دوران.

هغه دلایل چې بازار کې مداخلې ته بې له اساسی هدفه اړتیا ګنل کېده (دا ضرورت په۲۰۰۲ کال او یو څو کلونه وروسته چې تفصیل یې راځی ) په لاندې ډول دی:

۱-دنړیوالې ټولنې له حضور سره سمد اسعارو ورود خورا زیات شو،د ناټو عسکر،امریکایی عسکر، پی ار ټی، این جی او، سفارتونه او د دې ترڅنګ زیاته انکشافی بودیجه چې د بهرنیو هېوادونو مرسته وه دافغانستان په خارجی زېرمه کې داخلېده او دولت تادیات په هېواد کې په خپله کرنسی یعنیافغانۍ کاوه.

۲-پورتنی بېلابېل لګښتونه چې په افغانستان کې کېدل، ددې لامل شول چې افغانستان ډېر لوړ او تیز اقتصادی رشد ولری ( تقریبا اوسط ۱۲٪) او په همدې ترتیب مرکزی بانک د اقتصادی رشد پر اساس زیاتې نوې افغانۍ بازار ته دوران کې واچولې، دې کې شک نشته چې د پیسو لوړ یا زیات دوران مستقیما د تبادلې پر نرخ اغېز لری. له همدې امله دا اړینه وه چې دقېمتونو دثبات لپاره چې مجموعی حجم د پیسو یې وسیله ده، اساسی هدف وه. مرکزی بانک د باور او اعتماد لپار هم بازار کې مداخله وکړی ترڅودافغانیو نرخ د اسعارو په مقابل کې دفعتا او یا یو ځلې سقوط ونه کړی چې بې اعتمادی به زیاته کړی او بازار به اقتصادی شوک ووینی.

۳-لکه څرنګه مو چې پورته ذکر کړل چې اساسی هدف دقېمتونو ثبات او د پیسو مجموعی حجم د دې هدف لپاره وسیله وه، دپیسو د عرضې او تقاضا کنترول لپاره موږ بله کومه چاره په جز ددې چې بازار کې مستقیم مداخله وکړو نه درلوده، یعنې اسناد بهادار، ثانوی بازار، بانکونو او پور ورکولو فرهنګ او داسې نور په دې هېواد کې مروج نه وه.

ځلاند: د افغانیو اوسنی حال څه ډول دی؟

هډه وال: اوس شپاړس کال تېرشول، پوښتنه دا ده چې ایا داسې اړتیا اوس هم شته اوکه ددې وخت را رسېدلى چې موږ خپل پولی سیاست ته بیا کتنه وکړو او دافغانستان له حالاتو سره سم یې اعیار کړو ترڅو خطراتو ته پیشبین ووسو.

کله چې قانون قېمتونه هدف او د پیسو چلن یې وسیله وګرځول، نو هرهغه لاره او لګښت چې جدا له دې برخې څخه ترسره کېږی پولی سیاست اساسی صلاحیت سره په ټکر او مثمر نه واقع کېږی. پورتنی دوه مختلف سیاستونه په ډېر نازک تار له یوبل سره تړل شوی چې تفکېک یې سخت او باریکه دی. په ډېرو مواردو کې چې نرخ د تبادلې لوړ یعنی دنورو اسعارو په مقابل کې خرابیږی، دلته مرکزی بانکد خپل شهرت ساتلو لپاره په بازار کې غیر اړینه مداخله کوی او نامناسب ذهنیت بازار ته وړاندې کوی چې پورته مو په سبب بحث وکړ(ولې د اړتیا تقاضا چې اسباب یې مخکې ذکر شول اوس رفع شوی لکه د اسناد بهادار،بانکونو او پورونو موجودیت) او مدیریت شوی متغیر نرخ د تبادلې د مصرف او مداخلې په زور ثابت ساتل کېږی. بله پوښتنه داده چې هدف او وسیله نرخ د تبادلې ونه اوسی او نرخ ډېر ښکته پورته شی Fluctuation ))، مرکزی بانک دخپل شهرت ساتلو لپاره مداخله وکړی او نرخ ثابت وساتی، نو دا له قانونی صلاحیت سره ټکر بلل کېږی؟

جواب یې طبیعی ده چې مثبت دی بلی هو.بیا نو څنګه؟.

هغه ځکه چې قانون د اړتیا تیوری ته په صراحت اجازه نه ده ورکړې او بل طرف ته مالی او بانکې نظام رشد کړى، ادارات باید پر بدیلو ادارو کار وکړی ترڅو دمالی نظام پاتې برخې لکه داسهامو بازار،ثانوی بازار،دپیسو بازار او داسې نور بشپړ شی.

ځلاند: تاسې د افغانیو له پاره د کوم نظام ملاتړ کوئ؟

هډه وال: زه له لومړی سره تر نن ورځ پورې د افغانستان لپاره دمدیریت شوی متغیر نظام طرفدار نه وم او نه یم، په لاندې دلایلو (البته د تبادلې د متغیر نظام چې په ازاد بازار کې دعرضې او تقاضا په اساس ولاړ وی طرفدار یم).

لومړی: دا نظام د هغو هېوادونو لپاره غوره دی چې حداقل تناسب دتجارت یی مساوی ووسی (صادرات+ واردات) او وکولى شی سقف د خپلې پیسې ثابت وساتلای شی ترڅو نه یې سوداګر او نه یې مستهلک زیانمن شی. زموږ د هېواد تجارتی تناسب مساوی نه، بلکې په وارداتو ولاړ هېواد دی، ترڅو چې مرستې وی موږ د نرخسقف ثابت ساتلو شو اوکله چې کومک کم اویا بند شو، بیا نو د تجارتونو د حسابونو د تصفیې لپاره دومره اسعار نه لرو چې کلونه پرې وچلیږی او حسابونه تصفیه کړای شو، دا چې لا د تبادلې په نرخ هم لګښت وکړو او اسعار له لاسه ورکړو، په دې وسیله دا تګلاره په داسې حالاتو کې بقا نه لری او تغیر غواړی.

دویم:که دا پورتنی نظر هم په بحث کې ونه لرو،نو پوښتنه داده چې دمدیرت سقف به څه وی،زموږ خو فی افغانۍ د ډالرو په مقابل کې له ۴۸ څخه پیل او نن تقریبا ۷۰ ته ورسېده،نو مدیریت شوی متغیر نظام چیرې دی؟ دا خو مطلق د تبادلې متغیر نظام دی، که داسې دوام کوی بیا ولې خپل اسعار بې ځایه مصرف کړو، ښه ده چې زېرمه یې کړو او راتلونکې ته پیشبین ووسو چې د تادیاتو له کسر سره مخ نه شو.

درېیم: متغیر مدیریت شوی نظام کې دبازار په عکس العمل درست نه پوهیږو او هغه ځکه چې دقیقه عرضه او تقاضا د حقیقت په اساس نه معلومیږی، بلکې یوه مصنوعی عرضه او تقاضا ایجادیږی چې د تبادلې نرخ لپاره تل شکونه او وړاندوینې نرخ ښکته پورته کوی،همدا یو عمده دلیل دی چې صرافان تل دافغانیو دضعف په وخت کې یا د ټیټیدو په وخت کې د مرکزی بانک د اسعارو لیلام ته په تمه وی اوکه مرکزی بانک مداخله ونه کړی، نو داسې انګیری چې مرکزی بانک غواړی چې افغانۍ یو څه ښکته یا ارزښت یی ټیټ شی، او په دې نه پوهیږی چې اساسی هدف نرخ نه، قېمتونه دی. ددې لپاره دا مهمه ده چې بازار په حقیقی عرضه او تقاضا ځانعیار او د تبادلې نرخ په همدې اساس انعکاس پیداکړی هلته به زموږ تګلاره موفقه او کامیاب وی.

څلورم: ناحقیقی مدیریت د مرستو ادامه د نرخ تر تداوم پورې غځوی او کله چې مرسته کمه یا بنده شی، مرکزی بانک مداخله وکړی، هلته د تبادلې د نرخ وېره زیاته ده او د پیسو په وسیله بې باوری رامنځته کوی.

پورتنی ټول دلایل مو دې پایلې ته رسوی چې د دې وخت را رسېدلی چې افغانستان دپیسو سیاست ته بیاکتنه وکړی، دخطراتو لپاره وړاندوینه او یوه معقوله تګلاره وټاکل شی ترڅو په راتلونکې کې افغانستان تر ډېره حده د تادیاتو د کسر مخه ونیسی، په دې هم پوهیږو چې افغانستان ترڅو اقتصادی زیربنا یې رغولې نه وی او سوداګرۍ یې وده کړې نه وی، موږ د تادیاتو کسر مخه نه شو نیولى، البته بیا هم یادونه کوم چې اوسنى مثبت حالت د بهرنیو مرستو دی چې ډېر دوام نه کوی، حد اقل د دولت په ځان بسیاپلان کې بیا دا موضوع د یاده ونه باسی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.