سایبری امنیت

لیکنه: عدنان نجیبی

سایبری امنیت (Cyber Security) له لویو انټرنیټی ګواښونو او سایبری بریدونو څخه د مالوماتو، کمپیوټری شبکو او پر لیکه سپک‌غالو ساتل دی. سایبری ترهګری (Cyber terrorism)، سایبری جګړې (Cyber warfare) او سایبری جاسوسی (Cyber espionage) د دې سایبری بریدونو ښې بېلګې دی. انټرنېټی ګواښوونکی پټ اهداف لری، سیاسی نظامی او کله کله هم د یو ملت بنسټیزې سرمایې هدف ګرځوی چې دا یې تر ټولو بدې بڼې دی. نو ځکه خو انټرنېټی امنیت د هر هېواد د امنیتی تګلارې یوه مهمه برخه وی. د بېلګې په ډول د امریکا فدارالی حکومت د ۲۰۱۰م کال څخه را په دې خوا هر کال د سایبری امنیت لپاره له ۱۳ ملیارده ډالروڅخه زیاته بودیجه ځانګړی کوی.

سایبری ترهګری:
د ترهګرو ډلو په واسطه د مالوماتی ټکنالوژۍ ناسم کارول دی، تر څو خپلې نظریاتی او سیاسی برنامې پر مخ یوسی. دا د بریدونو له هغې بڼې څخه عبارت دی چې په شبکو (Networks)، د کمپیوټر په سېسټمونو او په مخابراتی زېربناو باندې تر سره کېږی. د بېلګې په ډول کله چې په ۲۰۰۷م کال کې د روسیې د دوهم نړیوال جنګ یادګارونه له منځه یوړل شول، نو په ځواب کې یې د استونیا هېواد د یوه لوی سایبری یا (Distributed Denial of Service DDoS) برید سره مخ شوه، چې تقریبا د هغه هېواد د ټولو وزارتونو او لویو بانکونو شبکې یا نېټورکونه یې له لیکې څخه ووېستل. په دغه ډول انټرنېټی ترهګرۍ کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

(Distributed Denial of Service DDoS) ستر سایبری برید: دغه برید یو ډول هڅه ده تر څو یو پر لیکه (Online) چوپړ لکه د یو مطلق ترافیکی بندښت په څېر له لیکې یا لاسرسی څخه وباسی. دوی په لویه کچه مهمې منابع، لکه د بانکونو د شبکو څخه نیولې بیا د خبرونو تر برېښنا پاڼو پورې خپل هدف ګرځوی او خلکو ته یوه لویه ننګونه را مخ ته کوی او هغوی په دې یقینی کوی چې خلک مهم مالومات تر لاسه کولی او شریکولی شی.

سایبری جنګونه:
د مالوماتی ټکنالوژۍ پر مټ د یو هېواد وګړی د بل هېواد شبکو (نېټورکونو) او پر کرښه سپک‌غالو ته داخلېږی او هغوی ته تاوان اړوی او دې ډول جنګونو ته انټرنېټی یا سایبری جنګونه وایی. په امریکا کې او همدارنګه په زیاتو نورو هېوادونو کې سایبری جنګونه د ځمکې، سمندر، هوا او فضا پسې پنځم اړخ پېژندل کېږی. دا ډول بریدونه په عمومی ډول د هغه هکرانو په واسطه تر سره کېږی چې د خپلو هېوداونو په واسطه یې ملا تړ کېږی او د کمپیوټری شبکو په برخه کې ښه روزل شوی وی. د دې پر ځای چې یوه هدف شوې شبکه بیخی و تړی، ځېنې وختونه، شبکو ته داخلېږی تر څو ارزښتناکه مواد (Data) ترې تر لاسه کړی، د اړیکو سپکاوی کوی، زېربنایی چوپړتیاوو لکه ټرانسپورټی او صحی خدماتو ته ضرر رسوی او یا هم په سوداګرۍ کې د خلل باعث کېږی.د بېلګې په ډول په ۲۰۰۸م کال کې د جنوبی اوسېتیا په جګړه کې، د ګرجستان په خاوره د روسیې لمړنی برید یو سایبری برید وو، چې په کې د ګرجستان تقریبا ټولۍ دولتی برېښناپاڼې (Websites) شلې (فلج) کړی شوې.

سایبری جاسوسی:
سایبری جاسوسی د مالوماتی ټکنالوژۍ په مټ پرته د خاوند او یا ساتونکی له اجازې څخه د پټو مالوماتو تر لاسه کولو ته وایی. سایبری جاسوسی ډېری وخت د ستراتیژیکو، اقتصادی، سیاسی او نظامی ګټو د تر لاسه کولو لپاره کارېږی. دا کار د درزونو یا کریکنګ تخنیک (Cracking techniques) او مالویر (یو ډول زیانمنوونکی سپک‌غالی) په واسطه تر سره کېږی. په ۲۰۱۱م کال کې د امریکا د جاسوسۍ ضد ادارې په رسمی ډول یو راپور خپور کړ چې په هغه کې یې د هغه سایبری جاسوسۍ په اړه مالومات ور کړی وو؛ چې غوښتل یې د امریکا ستراتېژیکو اقتصادی ګټو ته تاوان ورسوی.

د چټکو پرمختلونکو او دوامداره سایبری ګواښونو سره په یو هېواد کې د سایبری امنیت او ستراتیژۍ چټک ساتل او پرې کړنې کول د حکومتونو لپاره یو د غټو ننګونو څخه دی. سایبری امنیت د خصوصی شرکتونو لپاره هم یو لوۍ ګواښ ګڼل کېږی، معنوی ملکیتونه ګواښی او خصوصی زېربناوې تر ولکې لاندې راولی. مشورتی ارګانونه لکه د معیاری کولو نړیوال سازمان (ISO) په دې وروستیو کې یو لارښود وړاندې کړی دی چې یوې ډېرې فعاله او تطبیقی کړنلارې ته وده ورکوی؛ چې مسلسلې څارنې او وخت په وخت ارزونونې په کې شاملې دی. دغه لارښوونې د معیاری کولو نړیوال سازمان په ۲۷۰۰۲ یا (ISO 27002) نشراتو کې تفصیلی تشریح شوی دی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.