سلمان خان سږ کال ټول ریکارډونه مات کړل

د هندی سینما سوپر سټار سلمان خان تازه خپور شوی فلم (ټایګر زنده هی) لا هم تود بازار لری.

فلم، چې د ډیمسبر په ۲۲ مه خپور شو، تر اوسه یې له ۳۰۰ کروړو زیاتې پیسې ګټلی دی.

ټایګر زنده هی د ۲۰۱۷ کال یواځینې فلم دی، چې دومره ډیرې پیسې ګټی.

دې فلم نه یواځې د سلمان خان د مخکینی فلم (سلطان) ریکارډ مات کړ، بلکې د بالیووډ د ۲۰۱۷ کال د ټولو فلمونو ریکارډ یې مات کړ.

فلم په درې ورځو کې تر ۱۰۰ کروړه هندی روپیو پورې وګټلې.

ټایګر زنده هی فلم علی عباس ظفر ډاریکټ کړی او پکې کټرینا کیف مخکښ ښځینه رول لری.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares