امریکا پاکستان دلسو محدود شوو هیوادونو په لیست کې شامل کړ

امریکا پاکستان هم دهغه هیوادونوپه لیست کې شامله کړې چې دمذهبی ،بشری اونړۍ والواصولوخلاف رسمی دریځ لری.

په همدې اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پاکستان، ایران او د منځنۍ اسیا ۳ هېوادونه په هغه لیست کې شامل کړل چې له مذهبی ازادیو سرغړونه کوی ،امریکا ځینې داسی هیوادونه په ګوته کړی چې دخپل واک لپاره ځینی حقوق ترپښولاندی کوی اودخپلوخلکوپه ستونی پښه ږدی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اوړمه ورځ په یوه اعلامیه کې وویل، ایران، پاکستان، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان په هغو ۱۰ هېوادونو کې شامل دی چې د مذهبی ازادیو د نه زغملو په خاطر د ځانګړې اندېښنې وړ دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې د مذهبی ازادیو د سرغړونې په خاطر د برما، چین، اریتیریا، شمالی کوریا، سوډان، او سعودی عربستان نومونه هم یاد شوی دی.

امریکا پاکستان لپاره ډیرداسی قوانین غوره کړی چې هغوی یې پاکستان پړ بللی اوبین المللی اصولوخلاف دولتی نظام یې هم ګواښلی دی چې په کې ټول محدویت پوځی ښودل شوی دی.

هغوی دپاکستان په حکومت ږغ کړی چې د دوی په وړاندې خپل دریځ نرم کړی اودافغانستان په مسئله کې دی له دوی سره رښتینی شی ،ترڅو دبندویزوله له کړۍ ووځی ګنی کیدای شی ډیرمحدودیتونه یې دناکامۍ سره مخ کړی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares