د جنرال عبدالرازق ورور د کندهار د نوی امنیه قوماندان په توګه وګمارل شو

د کندهار د پخوانی قوماندان جنرال عبدالرازق ورور تادین خان رسماً د کندهار د نوی امنیه قوماندن په توګه په دنده وګمارل شوه.

تادین خان نن د یوې غونډې په ترڅ کې د کندهار امنیه قوماندانی ته رسماً ور وپیژندل شو.

دا په داسې حال کې ده چې د کندهار پخوانی امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق د تیرې پنجشنبې په ورځ په یوه برید کې ووژل شو.

د راپورونو له مخې، جنرال عبدالرازق د کندهار والی د یوه ساتوونکی له لوری په ډزو وژل شوی.

په دغه برید کې د کندهار د ملی امنیت ریاست مشر جنرال عبدالمومین حسین خیل هم ووژل شو.

په افغانستان کې وسله والو طالبانو پر جنرال عبدالرازق د برید پړه منلې ده.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.