عبدالله امینی د ولسمشر په امر په اسلام آباد کې د پوهنې آتشې د سرپرست په توګه وګومارل شو

عبدالله امینی چې د اسلام آباد نړیوال پوهنتون څخه ماستری کړې تازه دم د پوهنې وزارت په وړاندیز او د ولسمشر د حکم پر بنسټ په اسلام آباد کې د پوهنې آتشې د سرپرست په توګه وګمارل شو.
نن د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر د میاشتې په ۲۱ نیټه د پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت کې د افغانستان جنرال قونسلګری په انګړ کې د سرپرست جنرال قونسل ښاغلی حاجی هاشم نیازی، د قونسلګرۍ دیپلوماتان ، فرهنګی چارو آتشه ښاغلی اسدالله فاروقی ، د پوهنې آتشې سرپرست خواجه محمد منګل او غړی، د مدیرانو شورا رییس ښاغلی امان الله نصرت او ګڼ شمیر نورو مدیرانو په حضورکې ښاغلی عبدالله امینی د سرپرست قونسل لخوا د پوهنې آتشې ته وروپیژندل شو.
ښاغلی قونسل غونډ‌ې ته په خپله وینا کې وویل چې معارف د ټولو ګډ کور دی او مونږ د معارف په پیاوړی کولو کې هر اړخیزې مرستې او همکاری ته چمتو یو چې په ګډه د کډوالو د ښوونځیو د ښوونیز او روزنیز بهیر په پیاوړتیا او پرمختیا کې لازم ګامونه واخلو.
همدا ډول ښاغلی امینی هم په خپلو ویناوو کې د غونډ‌ې ګډونوالو ته ډاډ ورکړ چې انشاالله ستاسې او د سفارت د همکارانو په مرسته به د دغې سپیڅلی کاروان هرې ستونزې ته د حل لازمې او ممکنې لارې ولتوو او همدا ډول د ښوونکو او زده کوونکو غږ به د لوړپورو چارواکو پورې بدرګه کوو.
همدغه راز د مدیرانو د شورا مشر ښاغلی امان الله نصرت د ښوونې او روزنې په اهمیت خبرې وکړې او د نوموړی څخه یې په خورا درنښت غوښتنه وکړه چې د دغې سپیڅلې دندې په پر مخ بیولو کې په پوره ایماندارې او ملی اخلاص او جذبې سره خپلې هلې ځلې پیل او په دې برخه کې نه ستړې کیدونکې خدمتونه وکړی.
د یادونې وړ ده چې په خیبر پښتونخوا کې د افغانستان اسلامی جمهوریت د ترانسپورت آتشه او پخوانی د پوهنې آتشه ښاغلی احسان الله امینی هم په خپل وار ځوان کدر ته د نوې دندې مبارکی وویله او نوموړی سره په اړونده چارو کې د خپلې هر اړخیزې مرستې ډاډ ورکړ

ستاسو اعلانات دلته

About داود جبارخیل

داود جبارخیل د وي او ای ډیوه خبریال دی له ۱۹ کالو څخه له یوشمر داخلی او خارجې رسینو او یوشمیر د پښټو پاڼه سره د پښتو ،ا دب ، او کلتور دافغانانواو ښځو ستونزو باندی ځانګړي مقالي او راپورنه ليکي اوس باوري خبري سرچینې سره همکارده

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.