ولسمشر غنی کندهار ولایت ته ورسېده

افغان ولسمشر محمد اشرف غنی د یوه لوړ پوړی پلاوی په مشرۍ د شهید جنرال عبدالرازق اڅکزی د فاتحې په موخه کندهار ولایت ته را ورسېده.

ښاغلی غنی  اوله له غرمې مخکې د یوه پلاوی په مشرۍ کندهار ولایت ته را رسېدلی دی.

له ښاغلی غنی سره په دغه سفر کې د ملی امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب، د ملی دفاع وزیر جنرال طارق شاه بهرامی یو شمېر نور لوړ پوړی چارواکی ملتیا کوی.

ولسمشر غنی به د کندهار د مخکېنی امنیه قومندان ستر پاسوال عبدالرازق قبر ته د دعا تر څنګ د هغه پر شهادت د نوموړی کورنۍ، د کندهار ولسونو او مشرانو سره د غمشریکۍ او خواخوږۍ وکړی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.