ولسمشر غنی او د امریکا د ولسمشر مرستیال تلېفونی خبرې کړې

د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پېنس د افغان ولسمشر محمد اشرف غنی سره په تلېفونی اړیکه کې نوموړی ته د پارلمانی ټاکنو د ترسره کېدو له امله مبارکی ورکړې ده.

د ارګه  خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوی، چې د امریکا مرستیال ولسمشر افغانستان کې د ولسی جرګې ټاکنې بریالی وبللې.

نوموړی ویلی، چې افغانانو له امنیتی ګواښونو سره سره په ټاکنو کې پراخ ګډون کړی او په دې ګډون سره یې وښوده، چې افغان ولس ولسواکۍ ته ژمن او له جګړې ستړی شوی دی.

دغه راز په خبرپاڼه کې ویل شوی، چې دواړو لورو په افغانستان کې د وروستیو پېښو په اړه هم بحثونه کړی دی.

مایک پینس ویلی په کندهار کې د یوه پیاوړی نظامی قومندان جنرال رازق پر مړینه هم خواشینی دی او په دې اړه د خپلې غمرازۍ مراتب له افغان حکومت سره شریکوی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.