بهرنیو چارو وزارت د سیاسی مسایلو مه قربانی کوۍ

د بهرنیو چارو وزارت مخکنی سیاسی مرستیال حکمت خلیل کرزی له دغه وزارت د مخه ښه په مراسمو کې پر حکومت غږ وکړ، چې بهرنیو چارو وزارت د خپلو سیاسی مسایلو قربانی نه کړی.

د حکمت خلیل کرزی د مخه ښې له پاره نن سه شنبې د لړم اوله بهرنیو چارو وزارت کې ځانګړی مراسم نیول شوی و، چې په کې صلاح الدین ربانی، پخوانی وزیر ډاکتر سپنتا، د امریکا ایران او ځینو نورو هېوادونو سفیرانو او دیپلوماتانو برخه درلوده.

د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین ربانی په خپلو خبرو کې په تېرو څلورو کلونو کې په بهرنیو چارو وزارت کې د حکمت خلیل کرزی هڅې وستایلې او ډېرې لاس ته راوړنې یې د هغه وبللې.

ربانی و ویل، چې ښاغلی کرزی یو ښه ځوان فعاله سیاست مدار دی، چې د خپل کار په دوران کې ښې لاس ته راوړلې لری او تل یې ملی ګټې په نظر کې وې.

په دغه مراسمو کې کابل کې د امریکا او ایران سفیرانو جان بس او بهرامی هم د حکومت خلیل کرزی ستاینه وکړه او هغه یې یو وتلی او زیرک دیپلومات او سیاستمدار وباله.

د غونډې په پای کې حکمت خلیل کرزی د مننې تر څنګ ټولې لاس ته راونې یوازې د ځان نه بلکې د وزارت د کارکوونکو د هڅو او زیار ثمره وبلله.

هغه پر خپلو خبرو کې له حکومته وغوښتل، چې دغه وزارت د خپلو سیاسی مسایلو قربانی نه کړی، ځکه د ده په وینا په دې وزارت کې ډېر ښه ظرفیتونه شتون لری او کولای شی په بهرنیو هېوادونو کې د افغانستان ښه استازی توب وکړی.

نوموړی و ویل« له بده مرغه په هېواد کې د ټاکنو او یا نورو سیاسی معاملو پر مهال د بهرنیو چارو وزارت پر څوکیو معاملې کېږی، له همدې امله په بهرنیو چارو وزارت پورې اړوند سفارتونو ته زورواکی، سیاسی څېرې او غیر مسلکی کسان لېږل کېږی.»

د ښاغلی کرزی په وینا دې کار د هېواد د بهرنی سیاست دستګا کمزورې کړې ده او په بهرنیو چارو وزارت کې یې له وړ او مسلکی دیپلوماتانو د کار چانس اخیستی دی.

ده پر حکومت غږ وکړ چې د خپلو سیاسی معاملو لپاره دې خپل کسان پر دغو څوکیو نه ګوماری بلکې د بهرنیو چارو وزارت له داخلی ظرفیت دې ګټه پورته کړل شی.

د کرزی په خبره د بهرنیو چارو وزارت د هېواد راتلونکې او د بهرنی سیاست د توازن ساتلو لپاره تر ټولو مهمه مرجع ده او په وینا یې په دې برخه کې ګڼې لاس ته راوړنې لری.

باید و ویل شی، چې حکمت خلیل کرزی د بهرنیو چارو وزارت سیاسی مرستیال و، چې څه باندې یوه اونۍ وړاندې یې له دې دندې استعفا ورکړه او د خپلې استعفا لاملونه په حکومت کې سیاسی ناندرۍ بللې وې.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.