قاتلین راوسپاری

افغان ولسمشر محمد اشرف غنی وایی، د کندهار د امنیه قوماندان جنرال عبدالراق د ترور پلان په پاکستان کې جوړ شوی او پاکستان باید د هغه قاتلین افغان حکومت ته وسپاری.

ولسمشر چې پرون سه شنبې د لړم اوله کندهار ته د جنرال رازق فاتحې او د هغه له کورنۍ سره د غم شریکۍ له پاره تللی و، جنرال رازق ته د خپلواکۍ د اتل شهید لقب ورکړ.

دغه راز ښاغلی غنی د کندهار د پولیسو روزنیز مرکز د جنرال رازق په نوم ونوماوه او کندهار او کابل ښاروالیو ته یې سپارښتنه وکړه، چې ځینې واټونه د جنرال رازق په نامه کړی.

ولسمشر د کندهار په منډیګک ماڼۍ کې د کندهار له مخورو او چارواکو سره په یوه غونډه کې و ویل، چې د جنرال رازق د وژنې پلان په پاکستان کې پلان شوی وو.

هغه له پاکستانه وغوښتل، چې قاتلین افغان حکومت ته وسپاری تر څو یې په محاکمه کړی او که نه وی له نړیوالو څارونکو به وغواړی، چې دغه قضیه په جدی توګه وڅېړی.

ولسمشر و ویل«پاکستان ته وایم دغه پلان په پاکستان کې طرحه شوی و، قاتلین راته وسپارۍ تر څو یې محاکمه کړو.»

ښاغلی غنی د افغانستان دښمنانو ته په خطار کې زیاته کړه، چې د شهیدعبدالرازق میلیونه ملګری او د خپلواکۍ د لارې لارویان لا ژوندی دی او د افغانستان خاوره به ستاسو په ګور بدله کړی.

نوموړی دغه راز د کندهار له ولسونو وغوښتل، چې خپل یووالی وساتی او ژمنه یې وکړه، چې دی او حکومت به د کندهار د ولسونو سلا مشورې خپله تګلاره وګرځوی.

باید و ویل شی، چې د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق او د ملی امنیت رییس جنرال مومن د تېرې پنشنبې د تلې ۲۶ مه کندهار ولایت مقام کې د بهرنیو ځواکونو د عمومی قوماندان جنرال سکاټ مېلر سره تر یوې غونډې وروسته د ولایت مقام په انګړ کې په یوه وسله وال برید کې و وژل شول.

دغه برید د کندهار د والی ساتونکی چې نوی په دنده ګمارل شوی و، تر سره شو، چې وروسته یې مسؤولیت وسله والو طالبانو پر غاړه واخیست او برید کوونکی یې خپل نفوذی کس یاد کړ.

په دغه برید کې کندهار والی زلمی ویسا او یو لوړ پوړی امریکایی جنرال هم ټپی شو، خو سکاټ مېلر له بریده روغ و وت.

ستاسو اعلانات دلته

About Muska Honaryar

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.