نړیوال بانک له افغانستان سره ۴۰۳ میلیونه ډالر مرسته وکړه

د مالیې وزارت چارواکی وایی نړیوال بانک له افغانستان سره ۴۰۳ میلیونه ډالر مرسته کړې، چې په راتلونکو دوو کلونو کې به مصرف شی.

د مالیې وزارت سرپرست وزیر وایی دغه مرسته به د پوهنې، لوړو زده کړو او د کلیوالو ښځو په پیاوړتیا کې ولګول شی.

همایون قیومی وایی له دې مرستې به د پوهنې او لوړو زده کړو په برخه کې تر ۷۵ میلیونه ډالر ډېر لګښت وکړی.

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د نړیوال بانک رییس شبهام چودری وایی، افغان ماشومان لازمو زده کړو ته لاس‌رسی نه لری او د هېواد نیمایی ښوونځی ودانۍ نه لری.

هغه وویل: «فکر کوم د فقر د کمولو لپاره بله هیڅ ډول مرسته نشته، یوازې دا چې پر ځوان نسل پانګونه وشی، چې فقر کم شی، او دا دقیقاً درې موارد دی چې نن یې موږ دلته نمانځو.»

د مالیې سرپرست وزیر وایی: «رښتیا هم دغه ۴۰۳ میلیونه ډالر د افغانستان د بشری ځواک په تېره بیا مېرمنو په برخه کې نېک عمل دی.»

د پوهنې وزارت سرپرست میرویس بلخی وایی، اوس په هېواد کې شاوخوا درې میلیونه او ۷۰۰زره ماشومان له ښوونځیو محروم دی.

هغه وویل: «په ټولیز ډول به اوه اعشاریه درې میلیونه ماشومان د لوست له دې پروګرامه، چې ۲۹۸ میلیونه ډالره برخمن شی.»

شاوخوا ۱۰۰ میلیونه ډالر به د کلیوالو ښځو په پیاوړتیا او شاوخوا پنځه میلیونه ډالر به په پوهنیزو چارو کې ولګول شی.

د لوړ زده کړو وزارت وزیر نجیب الله خواجه‌عمری وایی:«دا مرستې به د لوړو زده کړو وزارت له لارې د نړیوال بانک په وسیله د سلو تنو د ماسټرۍ او پنځوس تنو د دوکتورا اخیستو لپاره مصرف شی.»

افغان چارواکی باوری دی، که یادې مرستې په یادو برخو کې سمې مصرف شی، نو د فقر په کمولو کې به یو ګام اخیستل شوی وی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.