هغه څه چې په ښه ماشوم روزنه کې اړین دی

ژباړه: عطا محمد میاخېل

ماشومان اړتیا لری، د هغه څه په اړه پرېکنده او قاطع واوسئ، کوم چې غواړی یې. قاطعیت هغوی ته د لید روڼتیا ور بښی، مبهم امرونه او دستورونه ټول په اروایی فشار اخته کوی او ماشومانو ته ډول ډول پیغامونه ورکوی.

په روزنه کې دا قاطعیت د رڼو او واضحو تمو په توګه پېژندل شوی دی، له خپلو ماشومانو څخه د ډېرو تمو او توقعاتو لرل، د دې سبب ګرځی، ترڅو غوره چلند وکړی، خو باید د خپلو هیلو په اړه رښتینی او جدی واوسئ او اړینه ده، چې ماشوم مو په دې راز باندې پوه شی.

ډېری والدین دا هېروی، چې په خپلو هیلو باندې خپل ماشومان پوه کړی او فکر کوی، چې خپله به پرې پوه شی. خپل مسوؤلیت په غاړه واخلئ، ماشومان دېته اړتیا لری، هغه څه چې ترې تمه کېږی، باید ورته وویل شی او ور وښودل شی.

ـــ د خپلو تمو او هیلو په اړه پرېکنده او عادل واوسئ.
ـــ هغه څه چې له خپلو ماشومانو څخه هیله لرئ، نو ورته وې وایئ، نه دا چې له هغوی څخه پوښتنه وکړئ. البته مؤدب واوسئ. خو دا جمله په داسې ډول مه وایئ، چې هغوی داسې فکر وکړی، چې ارزښت نه لری.

ـــ کله چې خپلې تمې بیانوئ، ( زه غواړم ) له عبارت څخه ګټه واخلئ. دا عبارت په واضحه توګه هغه څه بیانوی، کوم چې تاسو یې له خپل ماشوم څخه غواړئ.

ـــ د خپلې موخې د بیانولو لپاره، له خپلې څېرې او بدن څخه هم ګټه واخلئ.

ـــ کله چې ټول کارونه له ستونزو سره مخامخ کېږی، هماغه ډول چې کله وخت را منځته کېږی، خپله آرامتیا وساتئ او د دوهم ځل لپاره، هغه څه چې غواړئ ترسره شی، بیان کړئ.

ډاډه اوسېدل:
که چېرې په هغه څه باندې ډاډ لرئ، کوم چې له خپلو ماشومانو څخه یې غواړئ، خپل ډاډ څرګند کړئ، ماشومان مو داسې احساس کوی، چې موخه مو هغه څه دی، چې وایئ یې او د دې احتمال به ډېر کم وی، چې له تاسو سره بد چلند وکړی.

د والدینو په توګه د کورنی ژوند د کنټرول احساس لاپسې زیات کړئ، دا کار مثبتې نښې لېږدوی، په دې کار سره ماشومان هم په نفس باندې تازه اعتماد زده کوی او مثبت غبرګون ښکاره کوی.

ټول خلک کله وخت اړ دی، داسې کارونه ترسره کړی، چې نه یې خوښېږی؛ خو زړور واوسئ. تاسو واقعاً په دې باندې پوهېږئ، چې ماشومانو ته مو کوم څیزونه غوره دی، ځکه لویان یاست او هغه څه چې وایئ، هماغسې کېږی.

متوجه اوسېدل:
متوجه اوسېدل، یانې خپلو ماشومانو ته غوږ نیول، له هغوی سره خبرې کول، له یو بل سره وخت تېرول، په غېږ کې نیول او د هغوی لپاره د خوندی او ډاډمن چاپېریال را منځته کول.
متوجه اوسېدل دغه راز د یوه ماشوم په توګه د څه ډول احساس کولو یادونه او ځینی وخت د ماشوم پرځای ځان ګڼل او دا یانې خوشحاله کېدل او خندېدل.

متوجه اوسېدل یانې د خپلو ماشومانو د اړتیاوو په اړه حساس اوسېدل او د هغوی له سترګو نړۍ ته کتل. دا تاسو ته یادونه کوی، چې د ماشومتوب دوران یو ځانګړی او جادویی وخت دی او باید د خندېدلو او خوشحاله اوسېدلو وخت وی. داسې وښیئ، چې تاسو د غېږ کې نیولو خندېدلو او یا یوې کیسې ته د غوږ نیولو لپاره، د یوه وخت په ځانګړی کولو سره، حتا که چېرې ستړی او ستومانه هم یاست، هغوی ته متوجه یاست.

ماشومانو ته باید له بریده زیات پام هم ونه شی، که چېرې ډېره زیاته توجه وښیئ، نو شونې ده، ښایی د ماشومانو لپاره له ځانه ډېر نرمښت ښکاره کړئ؛ دا نو هغه وخت دی، چې نه به ستاسو خبرو ته غوږ ونیسی؛ نه به تاسو ته درنښت وکړی او یا به داسې چلند ونه کړی، کوم چې تاسو یې ترې غواړئ.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.