ددغو پنځو ګټو لپاره باید مسکا وکړئ

لیکواله: سانیا پانوار
ژباړه: ایمل مړوند

په دې لیکنه کې درته پنځه هغه لاملونه وایو، چې له امله یې موږ باید هر وخت او هره ورځ څو ځله مسکا وکړو. مسکا کول هغه څه دی یا هغه عمل دی چې هر وخت او ممکن هر ځای یې وکولی شو.

ایا پوهیدئ! چې بالغ کسان لږ تر لږه د ورځې ۲۰ ځله مسکا کوی، یا یې باید وکړی او د یوې مطالعې په پایله کې ښودل شوې ده چې کوچنیان ان د ورځې ۴۰۰ ځله مسکی کیږی.

مسکا کول یا مسک اوسیدل هغه څه دی چې کله موږ خوښ یوو، نو د مسک اوسیدلو امکان هم ډېر وی، خو د مسکا ځواک تر هغې هم ډېر دی، تر کومه ځایه چې تاسې یې په اړه فکر کوئ.

مسکا کول نه یوازې دا چې ستاسې روغتیا او د وجود سلامتۍ ته فایده لری، بلکې ستاسې په ژوند ځینې نورې مثبتې اغېزې هم لری او دا خبره بیخی کره او سمه ده. یوه مسکا کولې شی چې ستاسې په ټولنیز او شخصی ژوند کې داسې دوامداره مثبتې اغېزې وکړی چې له امله یې ستاسې شخصی او ټولنیز ژوند ښکلی شی او د ټولنې د خلکو د مینې او پاملرنې وړ مو وګرځوی.

دا چې ولې باید هره ورځ څو ځله مسکا وکړو دلته یې درته پنځه لاملونه وایو:

۱- د زړه د زربان او د وینې د فشار مخنیوی کوی
څېړنو ثابته کړې، مسک اوسیدل یا لږ تر لږه هره ورځ څو څو ځله مسکا کول، نه یوازې دا چې ستاسې د ورځینو چارو په ترسراوی کې درسره مرسته کولی شی، تر څنګ یې ستاسې په روغتیا هم مثبتې اغېزې پرېباسی. د زړه ناروغیو او د وینې فشار په مخنیوی کې هم مرسته کوی. هغوی چې مسک اوسیږی او د مسکا کولو هنر یې زده کړی دی، تر هغوی چې هیڅ مسکا نه کوی او یا یې بیخی کمه کوی، ارام ژوند لری او په ټولنه کې تر نورو ډېر د خلکو د مینې او پاملرنې وړ ګرځی.

۲- روحی فشار کموی
څیړنو ښودلې هغوی چې په ورځنی ژوند کې د مسک اوسیدولو یا د رښتینې مسکا کولو هنر لری، د نورو په پرتله یې روحی ستونزې کمې او ارام وی. خو په دې شرط چې موږ رښتنې مسکا کولو ته هره ورځ څو ځله زمینه برابره کړو او د زړه نه رښتینې مسکا وکړو.

۳- مسکا کول مو د ناروغیو پر وړاندې د بدن دفاعی ځواک پیاوړی کوی
سیانس پوهانو دا معلومه کړې چې مسک اوسیدل یا رښیتنې مسکا د ناروغیو پر وړاندې ستاسې د وجود دفاعی حجرې په فعالیت راولی او په دې توګه ستاسې بدن ته دا ځواک وربښی چې روحی فیشارونو او ځینو نورو ناروغیو په شړلو کې بریالی شی.

۴- مسکا تاسې ته دوامداره خوښی درکوی
اراواح پوهان باور لری چې د یوې ساده مسکا عمل ستاسې دماغ ته داسې اشاره ورکوی چې له امله یې د خوښۍ او سکون احساس راژوندی کیږی. که چېرې تاسې هره ورځ بار بار مسکا وکړئ، مسک اوسیږئ، همدا چاره ستاسې په ذهن او دماغ کې د مثبتو افکارو او خیالاتو لامل کیږی.

۵- مسکا ستاسې تولید او تخلیق لوړوی
مسکا کول د انسان په عصبی سیستم کې د انیدروفین په نوم د هرومونونه ګروپ فعالوی، چې له امله یې ستاسې ذهن لا ښه کار، تخلیق او غوره تولید ته اماده کوی. هغوی چې په ورځنی ژوند کې د مسک اوسیدولو هنر یاد لری، خلاق او په چارو کې ښې لاسته راوړنې لری.

ارواح پوهان وایی، مسکا کول یا مسک اوسیدل تر دې هم ډېرې فایدې لری چې موږ یې په اړه فکر کوو. ددوی په باور یوه ساده مسکا کولی شی چې ستاسې په ژوند باندې اوږد مهاله مثبتې اغیزې وکړی.
نو مسکا وکړئ او نورو ته هم د مسک اوسیدولو زمینه برابره کړئ!

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.