د کونړ مرستیال والی محمد نبی احمدی له خپلې کورنۍ سره یوځای شو

د کونړ مرستیال والی قاضی محمد نبی احمدی چې درې میاشتې مخکې د پاکستان د پیښور ښار ډبګری ګارډن سیمې څخه تښتول شوی پرون ورځ خوشې شوی.

د احمدی له نیولو وروسته د هغه د کورنۍ ۳ نور غړی هم تښتول شوی وو چې یو یې ورور او دوه یې وریرونه وو.

د احمدی د خوشې کیدلو په اړه تر اوسه هغه خپله څه ندی ویلی خو د هغه ځوی د پلار د خوشې کیدلو خبر ورکړی دی او ویلی یې دی چې تره یې اوس هم نده خوشې شوی.

تر اوسه نده معلومه چې نوموړی د چا لخوا تښتول شوی او د کومو شرایطو په بدل کې خوشې شوی خو هغه مهال پاکستان حکومت ویلی وو مونږ به یې پلټنې وکړو او ناخبری یې ښودلې وه.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares