د کانت او چرګ کیسه

حامد افغان

د مشهور المانی فلسفی “کانت” د کار ځای خواته د یوه ګاونډی کور و، د هغه یو چرګ به په بام ګرځیدی او اذانونه به یې کول، کانت سخت ورسره تکلیف و، د ده فکر یې ګډوډ کړی او له شوره یې دوو سپوږمو ته راغلی و. یو سهار یې خپل خادم ته وویل: نن دې ګاونډی ته ورشه، چې په هر څو وی هغه چرګ یې ورنه واخله حلال یې کړه او ماښام ته یې تیار کړه، کانت د ماښام ډوډۍ ته خپل یو ملګری هم را وغوښت.

کانت او ملګری یې دواړه د ډوډۍ په انتظار په خبرو بوخت وو، او ملګری ته یې د چرګ کیسه راونښلوله، چې ډېر یې تکلیف کړی او له کاره یې ایستلی و، او اخیر یې د هغه د اخیستلو خبره خادم ته وکړه او دا چې همدا اوس یې هغه چرګ تیار کړی دی، او نن چې چرګ نشته نو ورځ یې ارامه او خوشاله تیره کړه، او د چرګ له شور او زوږ نه په امان کې شو. کله یې چې خادم ډوډۍ راوړه کانت ته یې په عذر سره وویل: وبښئ دا چرګ مې له بازار نه راوړی هغه ګاونډی خپل چرګ نه خرڅاوه!

د کانت او چرګ کیسه ډېره دلچسپه ده، د کوم چرګ له لاسه چې ده شکایتونه کول د هغه چرګ په شتون کې یې ولې خپل ملګری ته د هغه له وهمی اخیستلو وروسته د ارام کیسه کوله؟! ځکه کانت د څه وخت له پاره خپل فکر بدل کړ، او د فکر تبدیلی دومره ګټه وکړه چې د چرګ له اذانونو او شور سره یې د ارام احساس کاوه. موږ هغه وخت نېکمرغی ترلاسه کولی شو چې له وخت او چاپیریال سره برابر فکر تیار کړو، نېکمرغی او بدمرغی زموږ د فکرونو زیږنده ده، له باندنیو اسبابو او عواملو نه به موږ د خپل فکر په ځواک نېکمرغی ترلاسه کوو او له بدمرغی به یې ځان ژغورولو.

موږ چې کور کې ویده یو د کور خواته مو موټر تیر شی د موټر غرهار او شور مو راویښ کړی، خو ډېر ځله داسې پېښېږی چې د سفر په مهال په همدې موټرو کې سپاره یو او خوبونه کوو، دا ځکه چې په کور کې د ارامې فضا په فکر ویده شوی یو نو د شور په رامنځته کیدو مو د فکر خلاف حالت رامنځته شی او په موټر کې په فکری لحاظ د هغه د غرهار او شور په منلو سره خوب ته پناه وړو او خوب کولی شو. نو پایله داشوه چې زموږ پخپلو فکرونو پوری د ژوند نېکمرغی او بدمرغی دواړه تړلې دی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.