کوم ډول لیپټاپونه باید واخلو

چې هر کله لیپټاپ اخلی نو لاندی نقطو ته یی متوجی کیږی

لمړی پروسیسر وګوری چې ۶۴-bit ده که ۳۲-bit ده، اوس مهال خلک کوشش کوی چې ۶۴-bit بیټ پروسیسر لرونکی لیپټاپونه واخلی، له یوې خوا تیز کار کوی، له بلی خوا اوس زیاتره سافټویرونه ۶۴-bit مطابق جوړیږی. ساده مثال یې درته وایم Fifa 15 ګیم په ۳۲-bit کې کار نکوی، همدارنګه GTA V هم کار نکوی. د پروګرامینګ لوی لوی پروګرامونه په همدې ډول.

دوهم ګرافیک کارډ وګوری چې لیپټاپ اخلم نو دا پوښتنه ضرور وکړی چی Graphic یی Intel ده او که NVIDIA ده؟؟؟

که چیرته لیپټاپ د کور یا دفتر لپاره اخلی او ګیمونه نه کاروی نو بیا Intel ښه ده او که چیرته لیپټاپ باندی ګیمونه کوی نو بیا NVIDIA واخلی، د تجروبو له مخی ثابته شوی ده چی NVIDIA د دفتر کار لپاره زر ګرمیږی خو بیا بل خوا Intel په ګیمونو کی ښه کار نکوی.

دریم ریم مهم ده کوشش وکړی چی ۴ GB ریم انتخاب کړی ډیر زیات قوی یې ۸ GB ریم ده.

څلورم سکرین مهم ده زما خپله له ۱۷ اینچو نه زیات سکرین والا لیپټاپ خوښیږی، لوی سکرین نه د تلویزون ګټه هم اخیستلی شئ، اوس زیاتره هلکان کرکټ او فلمونه په لیپټاپ کې ګوری.

پنځم جینریشن مهم ده، د کمپیوټر properties کې لاندی پروسیسر سره یې یو څلور رقمی کوډ لیکلی وی، لکه ۴۳۳۰ یا ۴۳۳۰ که چیرته څلور عدد سر کې لیکل شوی وی، دا ۴th جینریشن ده، که دری مخکی لیکل شوی وی، نو ۳rd جینریشن ده، که ۲xxx نو دوهم ده خو جینریشن پروسیسر پورې هم تعلق لری، دا یو اوږد بحث ده چې د وخت د کمی له وجې ترینه تیریږو.

شپږم بیټری مهم ده، د بیټری ورنټی ضرور باید لیکلی ترینه واخلو.

اووم هارډیسک ستاسو خوښه ده.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.