د نورو تر مخ خبرې کولای شئ؟

وینا کول هغه فن دی چې په تمرین او تکرار سره تر لاسه کېږی. څنګه چې یو پیاوړی ویناوال ویلی چې وینا کول یو طبیعی هنر دی او هر هنر بېل اصول او ځانګړې لارې چارې لری. موږ دلته د وینا کولو د پیاوړتیا لپاره ځینې اصول او لارې چارې راوړو، هیله ده په عملی کولو ګټورې درته تمامې شی.

۱. تر هر څه مخکې باید خپله د لغتونو زېرمه پراخه کړو. که د وینا پر مهال ډېر وییونه «لغتونه»، کلمې، جملې او ګړنې په ذهن کې ولرو، د وینا کولو پر وخت به له ستونزو سره نه مخېږو او په ذهن کې به له شته کلمو څخه بې‌چمتوالی استفاده کولای شو. دا کار په ډېره مطالعه کېدای شی، اړ یو چې له خوښې سره سم په بېلابېلو برخو کې مطالعه وکړو.

۲. له ادبیاتو سره بلدتیا چې د جملو په تړلو او جوړلو کې ډېر رول لری، د دې فن د تر لاسه کولو دویم شرط دی. په دې برخه کې د ادبی متنونو، فصاحت او بلاغت د برخې مطالعه بې‌ګټې نه ده.

۳. د دې هنر د تر لاسه کولو اساسی شرط تمرین او تکرار دی. که هر وخت موضوع لنډه یا کمه هم وی، تیاره یې کړئ، په اړوند یې له نورو سره خبرې وکړئ او نظر یې واخلئ. په ډاډ سره د ټاکلې موضوع په اړه چې مخکې مو فکر پرې کړی او یا مو مطالعه کړې، خبرې وکړئ.

مثلاً له ټولګیوالو سره مو درس تکرار کړئ، د طلاب حوزوی په خبره مباحثه وکړئ او یا په ټولګی کې په خپله خوښه موضوع و ټاکئ او تشریح یې کړئ، ان تر دې چې له ملګرو سره یو مطلب تیار کړئ او بېرته یې دوی ته واوروئ او…

لنډه دا چې د وینا کولو هڅه مه کمزورې کوئ، ځکه پر موضوع برلاسی لا بریالیتوب دی.

۴. د وینا پر مهال په ځان ډاډ درلودل د بری شرط دی. که څوک پر ځان پوره ډاډ و نه لری، سره له  پراخې لغوی زېرمې ښه وینا نه‌شی کولای.

۵. تر وینا مخکې ښه فکر وکړئ، کلمو او جملو ته منطقی تړاو ورکړئ.

۶­­. له هغو کسانو سره چې د دې مهارت خاوندان/خاوندانې دی ښې اړیکې وساتئ او د وینا پیل کولو او پای ته رسولو ډول یې وڅارئ

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.