د وصل تلیکام کمپنۍ الکوزی شرکت پېرلې

الکوزی خصوصی شرکت دا ځل د مخابراتو په برخه کې پانګونې مټې رابډوهلې او په همدې خاطر یې د وصل تلیکام کمپنۍ پېرلې ده.

د ارګ او مخابراتو وزارت خبرپاڼو کې ویل شوی، چې د وصل تلیکام مخابرانی کمپنۍ د الکوزی شرکت له خوا پېرل شوې.

د ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، چې پر الکوزی شرکت د وصل تلیکام کمپنۍ د پلور طرحه د وزیرانو شورا له لوری تایید شوې ده.

په خبرپانه کې ویل شوی، چې دغه کمپنۍ به په تدریجې ډول الکوزی شرکت ته وسپارل شی.

په ورته وخت کې د مخابراتو او معلوماتی ټیکنالوژۍ وزیر شهزاد اریوبی دا یوې نېک اقدام بللی او زیاته کړې یې ده، چې په دې توګه به یوه مخابراتی کمپنۍ افغان شرکت ته سپارل کېږی او دغه شرکت به په یاده کمپنۍ کې پراخ بدلونونه راولی.

د هغه په وینا الکوزی شرکت پر دغه کمپنۍ درې سوه میلیونه ډالره پانګونه کوی او د یادې کمپنۍ ټول خدمات به د نړۍ له اوسنیو معیاری مخابراتی خدماتو سره یو شان شی.

وزیر ویلی، وصل تلیکام کمپنۍ پوروړې وه نو د دې وړتیا یې نه لرله چې خپل پورونه پرې کړی، نو ځکه حکومت پرېکړه وکړه چې هغه پر یوه خصوصی شرکت وپلوری.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares