غنی، غزنی کې د ټاکنو د موضوع د حل غوښتنه کړې

ولسمشر محمد اشرف غنی وایی کندهار ولایت کې به د ولسی جرګې ټاکنو د راتلونکې شنبې په ورځ تر سره شی، خو چارواکو ته یې سپارښتنه وکړه، چې غزنی کې هم د ټاکنو برخلیک ژر تر ژره معلوم کړی.

ښاغلی غنی دغه څرګندونې پرون سه شنبې د لړم دوهمه د کابینې په غونده کې کړې او د غزنی د ټاکنو د موضوع د حل غوښتنه یې کړې ده.

ښاغلی غنی په غونډه کې خپل دوهم مرستیال سروردانش او د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال انجنیر محمد خان ته سپارښتنه وکړه، چې ژر تر ژره د غزنی د ټاکنو موضوع حل کړی، تر حو ټول هېوادووال په دې ملی پورسه کې له ګډونه برخمن شی.

ولسمشر غنی په ۳۲ ولایتونو کې په ټاکنو کې د خلکو پراخ ګډون او افغان امنیتی ځواکونه وستایل، چې په مېړانې سره یې د ټاکنو امنیت خوندی کړی وو.

نوموړی و ویل، چې تر ټاکنو وړاندې له ځینو سره دا بې باوری موجوده وه، چې امنیتی ځواکونه به د ټاکنو په ورځ امنیت کابو نه شی کړی، خو په خبره یې امنیتی او دفاعی ځواکونو خپله وړتیا وښوده او د ټاکنو امنیت یې خوندی کړ.

ښاغلی غنی زیاته کړه، چې له نا امنیو سره سره هېوادوالو په دې پروسه کې پراخ ګډون وکړ او مخالفینو ته یې وښوده چې دوی د افغانانو په منځ کې ځای نه لری.

باید و ویل شی، چې د ولسی جرګې ټاکنې د تېرې شنبې او یک شنبې په ورځ له غزنی او کندهار پرته د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې تر سره شوې.

که څه هم په دې ټاکنو کې د ستونزو او پراخو درغلیو شکایتونه شته دی، چې کمېسیون یې هم ځینې تاییدوی خو په ټول کې د ټاکنو پروسه بریالی بولی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares