افغان ځواکونو په بدخشان کې دهیروئینو ۳ فابریکې ویجاړې کړی

په بدخشان ولایت کې د افغان امنیتی ځواکونو د ګډو عملیاتو په ترڅ کې، د هیروئینو د پروسس درې کارخانې ویجاړی شوې دی.

د دې ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند ثناالله روحانی رسنیو ته وویل، دغه عملیات د بدخشان په اُرګو ولسوالۍ کې ترسره شول چې د نورو لاسته راوړنو ترڅنګ، د هیروئینو د پروسس درې کارخانې هم پکې له منځه ولاړې.

دروحانی په خبره،د بدخشان په ارګو ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو ګډ عملیات ترسره شول، د دې ولسوالۍ په خواجه مولا سیمه کې د هیروئینو د پروسس درې کارخانې هم ویجاړې شوې او یو اندازه مخدره مواد هم ترلاسه شوی، د عبدالمتین په نوم د وسله والو طالبانو یو قوماندان هم نیول شوی دی.”

دا په داسی حال کی ده چې له نېږدې یوې میاشتې راهیسې په هلمند ولایت کې د هیروئینو د پروسس پر کارخانو د افغان او ناټو امنیتی ځواکونو ګډ هوایی عملیات دوام لری چې په ترڅ کې یې لسګونه کارخانې ویجاړې شوې دی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

shares