چاودېدونکو توکو د اباما، بایډن، هیلری او سی اېن اېن دروازې ټکولی

د امریکا استخباراتی ادارو خبر ورکړی، چې پخوانی ولسمشر بارک اباما، پخوانی مرستیال ولسمشر جو بایډن، هیلری کلنټن او سی اېن اېن ادارې ته له چاودېدونکو توکو ډکې کڅوړې استول شوی دی.

له رسنیو سره سم د اباما کور ته استول شوی دغه توکی استخباراتی ادارو په خپله ولکه کې اخیستی دی.

امریکایی چارواکی وایی چې د هیلری کلنټن کور ته څېرمه یې هم چاودېدونکی توکی موندلی دی.

اړوند ادارو ویلی، چې دغه توکی سیده اباما او کلنټن ته ونه رسېدل، ځکه لومړی یې «سکریننګ» وشو او څرګنده شوه چې چاودېدونکی توکی دی.

سپینې ماڼۍ دغه کار په سختو ټکو غندلی او څرګنده کړې یې ده، چې ډېر ژر به یې څرک ولګوی.

د امریکا په مشرانو جرګه کې د جمهوری ګوند غړی میچی مکونلز دا کار «داخلی ترهګری» بللې ده.

له دې وړاندې نیویارک کې د سی ان ان شبکې خپله ودانۍ له هغه وروسته خالی کړې وه، چې هلته چاودېدونکی توکی وموندل شول، دې شبکې وویل چې د دغو توکو هدف د سی ایې اې پخوانی مشر جون برینن و. بل پلو یو کوچنی بم د نیویارک د والی دفتر ته هم رسېدلی دی.

د امریکا یوه بل فدارلی چارواکی څرګنده کړې څېړونکی د هغو چاودېدونکو توکو په اثر مالومولو بوخت دی، چې باور کېږی پخوانی مرستیال ولسمشر جو بایډن پسې استول شوی وو.

پر دې سربېره د کانګرېس ودانۍ، فلوریدا کې د ډیموکرات ګوند دفتر او ځینو نورو مهمو ځایونو ته هم د دغه چاودېدونکی د رسېدو اوازې خپرې شوې دی.

په دغه انځور کې ځینې هغه شخصیتونه په نښه شوی چې د چاودېدونکو توکو دغه کڅوړې ور استول شوې دی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.