ډوین براوو هم له نړیوال کرکټ لاړ

د ویسټ انډیز منځنی ښه الراونډر ډوېن براوو له نړیوال کرکټ څخه استعفی وړاندې کړه، نوموړی تر ۲۰۱۶ م کال پورې د ویسټ انډیز لپاره کرکټ وکړ.

براوو د چهارشنبې په ورځ د اکټوبر په ۲۴ مه نېټه خپل تقاعد اعلان کړ، نوموړی اوس مهال ۳۵ کاله عمر لری، هغه ۲۷۰ نړیوالې لوبې کړی، چې له جملې څخه یې ۴۰ ټېسټ، ۱۶۴ یو ورځنۍ او ۶۶ شل اوریزه لوبې دی.

هغه په ۲۰۰۴ م کال کې د ویسټ انډیز لوبډلې ته راغی، چې رول یې په دوو نړیوالو شل اوریزو جامونو کې د ویسټ انډیز لپاره بې اغېزې نه و، نوموړی په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۶ م کلونوکې داسې رول ولوباوه چې دواړه نړیوال جامونه یې د ویسټ انډیز لپاره وګټل او اتلولی یې واخېسته.

براوو ویلی، زه نن د هر ډول نړیوال کرکټ څخه د خپل هېواد لپاره استعفی وړاندې کوم. هغه به په نړیوالو سوداګریزو لوبو کې لا هم لوبېږی.

ډوېن براوو ۱۴ کاله د خپل هېواد لپاره کرکټ وکړ، نوموړی لومړۍ لوبه د انګلستان خلاف په ۲۰۰۴ م کال کې وکړه.

براوو په ۲۰۰۴ م کال کې د اپریل په ۱۸ مه نېټه خپله لومړۍ یو ورځنۍ لوبه د انګلستان خلاف وکړه، چې دوه وېکټې یې پکې واخېستې.

نوموړی د ټرېس کاتېک او انډریو سټراس وېکټې اخېستې وې.

براوو په ۴۰ ټېسټ لوبو کې د منډو جوړولو ترڅنګ ۸۶ وېکټې هم اخېستی دی.

هغه په ۱۶۴ یو وروځنیو لوبو کې ۲۹۶۸ منډې کړی، چې په یوه لوبه کې یې ۱۱۲ ناسوځېدلې منډې تر ټولو لوړې منډې دی.

په یوه لوبه کې یې د ۴۳ منډو په ورکولو سره ۶ وېکټې اخېستل غوره توپ اچونه ده.

په ۲۰۱۳ م کال کې هغه په یو ورځنیو لوبو کې د ویسټ انډیز لوبډلمشرشو.

په ۶۶ شل اوریزو لوبو کې یې ۱۱۴۲ منډې جوړې کړی، چې یوه لوبه کې یې ۶۶ ناسوځېدلې منډې غوره منډې دی.

په ۶۶ شل اوریزو لوبو کې یې ۵۲ وېکټې اخېستی، چې یوه لوبه کې یې د ۲۸ منډو په ورکولو سره ۴ وېکټې اخېستل غوره توپ اچونه ده.

د براوو بشپړ نوم ډوېن جان براوو دی، چې د اکټوبر په ۷ مه نېټه ۱۹۸۳ م کال کې په سنټا کروز سیمه کې زېږېدلی دی، چې د ویسټ په ټرېنېډاډ پورې اړوند سیمه ده.

په شل اوریزه لوبوکې هغه خورا اغېزناک توپ اچوونکی او توپ وهونکی و، د هغه سلو او چېنج توپ اچونه د توپ وهونکی لپاره ننګوونکې ده او ډېری وختونه یې په سترو لوبوکې توپ وهونکی د خپل چېنج توپ ښکار کړی دی.

ستاسو اعلانات دلته

About خبرونه څانګه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.